د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست د فعالیتونو راپور وړاندې شو
۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو، د جلا جلا ناستو پر مهال، د ۱۴۰۴ کال اړوند خپل کاري پلانونه او د فعالیتونو راپورونه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر ته وړاندې کړل.
په دغو ناستو کې د عشر او زکات لوی ریاست کارکوونکو د فعالیتونو د څرنګوالي، د عشر او زکات د راټولولو بهیر، لاسته راوړنو، اړتیاوو او شته ننګونو په اړه مفصل معلومات له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل. همدارنګه د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو د تشکیلاتو د ترتیب، ګمارنې، ارزونې، د ظرفیت لوړونې او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې خپل راپورونه وړاندې کړل.
په یادو ناستو کې د عشر او زکات لوی ریس مولوي ندامحمد عابد، د کارکوونکو چارو رییس مولوي شمسالله محمد، د عشر رییس مولوي مفتاحالدین متقي، مولوی مخدوم عبدالهادی هدایت د عشر او زکات د محاسبی رییس او همدارنګه اړوند آمرین او مدیران هم ګډونوال وو او د کاري چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
