فراه کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنيو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
Wed, Feb 04 2026 10:40 AM
توزیع گندم و پول نقد برای ۱۲۰۰ خانواده بازگشته در فراه آغاز شد

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په فراه ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د دغه ولایت د والي ملا محمد حافظ مجاهد، د ولایت مقام د دفتر رییس ملا امین الله غازي، مرکزي کمېټې مسؤل مولوي قدرت الله حقیار، مستوفيت مقام مستوفي مولوي شفیع الله فائز، د کرنې رییس مولوي پير محمد حليمي، کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبيب زی، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عبدالحي سباوون، د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس الحق اجمل او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو. 
د دغې لړۍ د پرانيستې پر مهال د مرکزي کمېټې مسؤل مولوي قدرت الله حقیار له ټولو کډوالو څخه وغوښتل؛ چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او دوی هم کولای شي، چې په ارامه فضا کې د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ واوسي او خپل ژوند ته په ډېره ډاډه توګه سره دوام ورکړي.
په همدې حال کې د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي پير محمد حليمي وویل؛ چې دغه مرسته د ا.ا.ا د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله په ځانګړې پيروزینه او فرمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رياست په همغږي او همکاري د دغه ولایت ۱۲۰۰ کډوالو کورنيو ته وېشل کېږي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په دې مرسته کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه په زوره د را ایستل شوېو کورنيو له جملي هرې کډوالې کورنۍ ته ۲۵۰ کيلو ګرامه غنم او پنځه زره نغدې افغانۍ وېشل کېږي.
بل خوا د خدا رحیم افغان او الف محمد په نومونو له مرستې دوه تنه برخوال بيا له یادې مرستې خوښې څرګندوي او وايې؛ چې د دغو غنمو او نغدو پیسو پر مټ یې ورځنۍ ستونزې هوارېږي.
نوموړو همدارنګه د ا.ا.ا او همکارو بنسټونو له مسؤلينو څخه د روغتیا، زده کړو، څښاک پاکو اوبو او سرپناوو د اساسي ستونزو د هواري او رسېدنې غوښتنه هم وکړه.
بايد وويل شي، چې دغه مرسته د ا.ا.ا د حمايتي برنامو په چوکاټ کې د کډوالو او بېرته راستنيدونکو بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې او لاسنیوي په موخه وېشل کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS