د پکتیکا په ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
Sat, Oct 18 2025 9:17 AM
د پکتیکا په ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ متریک ټنه په ظرفیت او د ۹۳  میلیونه او ۵۳۵ زر افغانیو په ارزښت د یوې معیاري سړې خونې د بنسټ ډبره کېښود.
دغه مراسم د پکتیکا ولایت سرپرست  او مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د سکتوري ادارو د رییسانو، قومي مخورو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
یاده سړه خونه عالي قدر د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایت پر بنسټ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا په پکتیکا ولایت کې جوړیږي. د دغو تاسیساتو رغول د بزګرانو او مالدارانو د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ستونزو حل او د حاصلاتو د ضایع کېدو مخنیوی دی.
مولوي بازمحمد فیضان په دې مراسمو کې وویل، د یادې سړې خونې جوړول د پکتیکا او ګاونډیو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې یو مهم ګام دی. ښاغلی فیضان زیاته کړه، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داسې سړو خونو په جوړولو سره د کرنیزو محصولاتو د مناسب ساتنې زمینه برابره او د بزګرانو عواید زیات کړي.
نوموړي له خصوصي سکتور څخه هم وغوښتل، چې د اسلامي امارت تر څنګ د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، ځکه دا کار نه‌ یوازې د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی کوي، بلکې د خلکو د کارموندنې او د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې لامل هم ګرځي.
په ټول هېواد کې د سړو خونو جوړول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي پروګرامونو برخه ده، چې موخه یې د تولیدي ځنځیر پیاوړتیا، د کورنیو محصولاتو د ارزښت ساتنه او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ دی.


سنگ تهداب‌ یک  سردخانه ۶۰۰ متریک‌تنی در ولایت پکتیکا گذاشته شد
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، یک سردخانه به ظرفیت ۶۰۰ متریک‌تن و به بیش  ارزش ۹۳ میلیون ۵۳۵ هزار  افغانی را در ولایت پکتیکا تهداب‌گذاری کرد.
این مراسم با حضور مخدوم عبدالسلام سعادت، معاون و سرپرست  ولایت پکتیکا، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری، رؤسای ادارات سکتوری، متنفذین قومی و باشندگان محل برگزار گردید.
سردخانه یادشده بر اساس هدایت عالی‌قدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت پکتیکا اعمار می‌گردد. هدف از ساخت این تأسیسات، حل مشکلات دهقانان و مالداران در زمینه نگهداری محصولات زراعتی و جلوگیری از ضایعات آن در فصل برداشت می‌باشد.
مولوی بازمحمد فیضان در این مراسم گفت که احداث این سردخانه گامی مهم در راستای حفظ و نگهداری محصولات زراعتی ولایت پکتیکا و ولایات همجوار است. او افزود که وزارت زراعت در تلاش است تا با ایجاد چنین سردخانه‌ها در نقاط مختلف کشور، زمینه نگهداری مناسب محصولات زراعتی و افزایش عایدات دهقانان را فراهم سازد.
وی از سکتور خصوصی نیز خواست تا در کنار امارت اسلامی، در بخش احداث سردخانه‌ها سرمایه‌گذاری نمایند، زیرا این کار نه‌تنها موجب جلوگیری از ضایعات محصولات زراعتی می‌شود، بلکه زمینه اشتغال‌زایی و رشد اقتصاد محلی را نیز فراهم می‌سازد.
اعمار سردخانه‌ها در سراسر کشور بخشی از برنامه‌های ملی وزارت، آبیاری و مالداری است که هدف آن تقویت زنجیرۀ تولید، حفظ ارزش محصولات داخلی و حمایت از دهقانان و مالداران می‌باشد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS