کندهار کې د شاوخوا ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت، د ۱۵ سړو خونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Jul 27 2025 2:46 PM
کندهار کې د شاوخوا ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت، د ۱۵ سړو خونو رغنیزې چارې پیل شوې

۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي او د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبلیو) په تخنیکي همکارۍ، د خاکریز او ژړۍ ولسوالیو د کوچني او منځني کچې بزګرانو د ملاتړ په موخه د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۵ صفر انرژۍ سړې خونې جوړولو چاري پیل شوې. 
یادې سړې خونې د برېښنا نه شتون، محلي اسانتیاوو او د سیمې اقلیمي شرایطو ته په پام سره جوړېږي. چې له دغو سړو خونو څخه ۱۰ په خاکریز او ۵ به په ژړۍ ولسوالۍ کې جوړې شي، چې هره سړه خونه به د ۲۰ متریک ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت ولري. د دغو سړو خونو ګټه اخیستونکي هغه تولیدونکي او ګروپونه دي، چې وړاندې د بزګرانو د ملاتړ لپاره جوړ شوي دي. د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره راتلونکي کې به دوی ته د پیازو زېرمهکولو، مدیریت، او تخنیکي چارو اړوند عملي او نظري روزنه هم ورکړل شي.
د دغو سړو خونو د جوړولو موخه د پیازو حاصل د اوږدې مودې لپاره په ښه کیفیت وساتل، د بزګرانو تولید ته بازارموندنه، د بیو کنټرول او کیفیت لوړول دي. دا خونې به د بزګرانو د پیازو د محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی وکړي، او بزګر ته به د مهمو وختونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې خپلو بزګرانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره ځانګړې پاملرنه کړې، او هڅه کوي چې د هرې ولسوالی بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه مدیریت، خوندیتوب او بازارموندنې لپاره لازم خدمات برابر کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS