د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هلمند ولایت له بزګرانو سره لیدنه وکړه

mail-admin
Mon, Sep 23 2024 3:24 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند (حاجي سالم) د هلمند ولایت ځینو بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او د غنمو بذري تخم تولیدونکو شرکتونو مسوولینو سره ولیدل.

۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند (حاجي سالم) د هلمند ولایت ځینو بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او د غنمو بذري تخم تولیدونکو شرکتونو مسوولینو سره ولیدل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «د هلمند د مجاهد پرور ولس او بزګرانو سره د لیدنې اصلي موخه د هغوی د ستونزو اورېدل او  حل کول دي او بله موخه یې د عالیقدر امیرالمومنین حکم سره سم د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول دي.»
په همدې حال کې، د هلمند ولایت د کرنې رییس نیاز محمد وهاج وویل: «د هلمند خلک مالدار او بزګران دي، له دې امله چې هلمند د تېرو ۲۰ کالو د جګړې مرکز و، اړتیا ده چې بزګرانو ته یې جدي پام وشي. بزګران اوس کوکنار نه کري، باید ملاتړ یې وشي، چې د غنمو کښت زبات کړي.»
همدارنګه، د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار وویل: «په هلمند ولایت کې له پنځه زره متریک ټنو زیات اضافي غنم شته، چې د امیرالمومنین د حکم له مخې، دا غنم د بزګرانو څخه د ټاکل شویو کمېټو په مرسته د نمونې اخیستلو وروسته پېرل او زېرمه کېږي، خو نور ټول لګښتونه لکه د لېږد او بوریو لګښتونه د کرنې وزارت پر غاړه دي.»
د حقیار په خبره، د اضافي غنمو د پېرودلو څخه موخه، د بیو کنټرول، د احتکار مخنیوی او د بزګرانو مرسته ده.
د هلمند ولایت د مرکز لشکرگاه یوه بزګر، حاجي محمد رحیم وویل: «موږ بانجان، لېړو (بېنډۍ)، شنه نخود او نور سبزیجات کرو، خو بازار یې نه شته. هلمند تر ټولو لوی ولایت دی او کرنه پکې ډیره کېږي، باید د بودیجې زیاتره برخه ورته ځانګړې شي او اوبه یې مدیریت شي.»
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ بزګر خان ولي وویل: «بزګرانو ته دې کیمیاوي کوډ، اصلاح شوی تخم، کرنیز ماشینونه ووېشل شي او هم دې شنې او سړې خونې جوړې شي.»
د کرنې د اوبو مدیریت، د خړوبولو کوچنیو کانالونو جوړول، د کیفیت لرونکي کیمیاوي کوډ وېش، د کرنیزو وسایلو وېش، په وخت د اصلاح شوي تخم وېش، او د مالدارانو او بڼوالو مرسته د هلمند د بزګرانو غوښتنې دي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین ولایت هلمند دیدار کرد 
۲ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت طی نشستی با شماری از دهاقین، مالداران، باغداران و مسوولان شرکت‌های تولید تخم بذری گندم در ولایت هلمند دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این نشست گفت:« هدف اصلی دیدار با مردم مجاهد پرور و دهاقین ولایت هلمند و شنیدن مشکلات و رسیده گی به آن است، در کنار آن حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله است تا گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی شود.»
در عین حال نیاز محمد وهاج رییس زراعت ولایت هلمند گفت:« مردم ولایت هلمند مالدار و دهقان هستند، از اینکه هلمند مرکز جنگ ۲۰ ساله بود نیاز است تا توجه جدی به دهاقین شود، دهاقین حالا کوکنار کشت نمی‌کنند باید از آنها حمایت شود، تا دهاقین گندم بیشتر کشت کنند.»
همچنان  مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت گفت:« بیش از پنج هزار متریک تن گندم مازاد دهاقین در ولایت هلمند وجود دارد که براساس حکم امیرالمومنین، این گندم از دهاقین به کمک کمیته های تعیین شده بعد از نمونه گیری خریداری و ذخیره سازی می‌شود، اما تمام مصارف انتقال، بوری و سایر مصارف به دوش وزارت زراعت است.»
به گفته حقیار، خریداری گندم به منظور کنترول قیمت، جلوگیری از احتکار کمک به دهاقین صورت می‌گیرد.
حاجی محمد رحیم یکتن از دهاقین لشکرگاه مرکز ولایت هلمند گفت:« ما بادنجان، بامیه، نخود سبز و سایر سبزیجات کشت می‌کنیم ولی بازار نداریم، ولایت هلمند بزرگترین ولایت است که کشت زراعت در آن بیشتر می‌شود باید سهم بودیجه بیشتر تخصیص داده شود و آبها باید مدیریت شود».
خان ولی از دهاقین ولسوالی ناوه ولایت هلمند گفت:« برای دهاقین کود کیمیاوی، تخم اصلاح شده بذری، ماشین آلات زراعتی توزیع گردد، سبزخانه ها ایجاد گردد و سردخانه ها ساخته شود.»
مدیریت آب های زراعتی، ساخت کانال‌های کوچک آبیاری، توزیع کود کیمیاوی با کیفیت، توزیع وسایل زراعتی، توزیع تخم اصلاح شده بذری به موقع، کمک به مالداران و باغداران از خواسته‌های دهاقین ولایت هلمند است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS