لغمان کې د عضوي سرې ۵۰ مرکزونه جوړېږي
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو په ولسوالی کې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په پار د عضوي سرې د ۵۰ مرکزونو د جوړلو رغنیزې چارې پیل کړې.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې دکمپوسټ جوړولو ۵۰ مرکزونه چې دقرغیو ولسوالی بزګرانو ته جوړېږي دکرنې او خوړو نړۍوال ادارې په مالي ملاتړ به یې چارې بشپړې شي چې په دې سره به یاد بزګران نباتي پاتي شوني او نورې اضافه خځلې په دغو کمپوسټ ځایونو کې اچوي او د څه مودې دتخمرعملیې څخه وروسته په عضوي سرې بدلیږي محمد زیاته کړه چې یو کمپوسټ مرکز څلورمتره اوږدوالی،ریونیم متر پلنوالۍ او یومتر ژوروالۍ لري.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د کرنې سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.