د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب ولایت له کروندګرو سره وکتل

mail-admin
Sat, Sep 14 2024 10:41 AM
معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین ولایت فاریاب دیدار کرد 

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملااغاجان اخند «حاجي سالم» فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند په دې لیدنه کې وویل: «زموږ اصلي موخه له خلکو او بزګرانو سره لیده کاته ده، دغه راز د امیر المؤمنین حفظه الله حکم دی، چې د بزګرانو اضافي غنم دې وپېرل او زېرمه شي، اسلامي امارت ژمن دی، چې بزګرانو لپاره چک ډېمونه، د اوبوبندونه او کانالونه جوړ کړي، ددې ترڅنګ د معیاري سړوخونو جوړول د اسلامي امارت له سترو پلانونو څخه دی، سربېره پر دې پر کروندګرو او مالدارانو سره د اصلاح شویو تخمونو، دڅارویو خوراکي توکو، واکسینونو او درملو مرستې وېشل د اسلامي امارت د کلني پروګرام برخه ده.»
په همدې حال کې د فارياب ولايت د کرنې رييس مولوي جان مراد دغه ولايت ته د مالي او ادارې مرستيال د سفر د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: « فاریاب له حاصلخېزو ولایتونو څخه دی، چې ډېر طبیعي سرچینې لري، ددې ولایت کروندګر اصلاح شوي کرنیزو تخمونو او کیمیاوی سرو ته اړتیا لري، ترڅنګ یې د اوبو مدیریت، د کرنیزو کڅوړو وېش او د مالدارۍ سکټور ته جدي پاملرنه ددې ولایت د کروندګرو او مالدارانو غوښتنې دي.»
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار وویل، «په فاریاب ولایت کې له کروندګرو څخه ۱۳۴۰ مټریک ټنه اضافي غنم دي، چې د اسلامي امارت له خوا پېرل او د دغه ولایت په ګودامونو کې ساتل کېږي. ددې پروسې د بشپړولو لپاره د بیې ټاکنې، نمونې اخیستنې او تسلیم ګیرۍ کمېټې ګمارل کېږي.»
د فارياب ولايت يو تنکروندګر محمد اسلم وويل: «فارياب د افغانستان ګودام دى، که لوى بندونه جوړ شي، د فارياب ولايت به له اوبو ډک شي، د دې ولايت خلک د زياتو مرستو مستحق دي.»
د فاریاب ولایت د المار ولسوالی یو بل کروندګر ملا محمد حسین وویل، «د کانالونو او لویوبندونو جوړول، د کرنیزو تخمونو، کرنیزو توکو او کیمیاوي سرو وېش او د څارویو لپاره درمل د بزګرانو اساسي اړتیاوې دي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې پروت ولایت دی، چې تر ۸۰ سلنه زیات وګړي یې په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي. غنم د دغه ولايت يو له مهمو کرنيزو محصولاتو څخه دی، چې د دغه ولايت د خلکو د مصرف تر څنګ ۱۳۴۰ مټريک ټنه اضافي غنم هم په دې ولایت کې شتون لري.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین ولایت فاریاب دیدار کرد 
۲۴ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت فاریاب  با شماری از دهاقین ولایت فاریاب دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« هدف اصلی ما دیدن با مردم و دهاقین است، هم‌چنان حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله  است تا گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره‌سازی شود، امارت اسلامی مصمم بر ایجاد چکدم‌ها، بندهای آب‌گردان و کانال‌های آبیاری است، در کنار آن ساخت سردخانه‌های معیاری از پلان عمده امارت اسلامی است، بر علاوه کمک به مالداران در حصه توزیع خوراکه حیوانی و تطبیق واکسین حیوانی از برنامه همه‌ساله امارت اسلامی است.»
در همین حال، مولوی جان مراد رییس زراعت ولایت فاریاب ضمن قدردانی از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به این ولایت گفت:« ولایت فاریاب از ولایت‌های حاصلخیز و دارای منابع طبیعی فراوان است، دهاقین خواهان کود کیمیاوی، تخم اصلاح شده بذری، مدیریت آب، توزیع وسایل زراعتی و توجه جدی در بخش مالداری هستند.»
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت گفت:« یک‌هزار و ۳۴۰ متریک تن گندم مازاد دهاقین در ولایت فاریاب وجود دارد که توسط امارت اسلامی خریداری و در گدام این ولایت ذخیره‌سازی می‌شود، کمیته‌های تعیین قیمت، سمپل گیری و تسلیم گیری این پروسه را تکمیل می‌سازد.»
محمد اسلم یک‌تن از دهاقین ولایت فاریاب گفت:« فاریاب گدام افغانستان است، بندهای بزرگ ساخته شود ولایت فاریاب پر از آب می‌شود، مردم این ولایت مستحق بیشتر است.»
ملا محمد حسین یکی دیگر از دهاقین ولسوالی المار ولایت فاریاب گفت:« ساخت کانال، بندهای بزرگ، توزیع تخم بذری، وسایل زراعتی، کود کیمیاوی، دوا بخاطر حیوانات از ضروریات عمده دهاقین است.»
ولایت فاریاب در شمال افغانستان موقعیت داشته که بیش از ۸۰ فیصد مردم این ولایت در زراعت، مالداری و باغداری مصروف است، گندم یکی از محصولات عمده زراعتی این ولایت است که بر علاوه مصرف مردم این ولایت، یک‌هزار و ۳۴۰ متریک تن گندم مازاد وجود دارد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS