کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
Sun, Sep 01 2024 10:28 AM
کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز له والي ملا نثار احمد نصرت او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر موخه، د کروندګرو د اضافي غنمو د پېرودل او زېرمه کول، د عشر او زکاتو راټولو په برخه کې د همغږي رامنځته کول، د عایداتي سرچینو پېژندنه او زیاتوالی، د مخابراتي انټنونو تشخیص او دکرنې ریاست د فعالیتونو او کارکوونکو ارزول دي. 
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې لیدنه کې وویل: «د امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر اساس، له هغو ولایتونو څخه چې د غنمو ډېر تولید لري اضافي غنم وپېرل او زېرمه کېږي، موږ د چارواکو په همغږۍ دغه پلان پلي کوو، د ولایت د اړتیا وړ غنم په خپله د ولایت په ګدام کې زېرمه کېږي او پاتې نور یې سیلو ته انتقالېږي.»
د کندز والي، ملا نثار احمد نصرت وويل: «د کندز ولايت د افغانستان د کرنيزو محصولاتو کندو دی. د غنمو ترڅنګ ددې ولایت وریجې او خټکي هم ځانګړې شهرت لري، موږ د پلانونو په پلي کولو کې همغږي یو.»
 په همدې حال کې د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار وویل: «موږ د حضرت یوسف علیه السلام سیرت او کار پرمخ وړو او د بزګرانو اضافي غنم پېرو او زېرمه کوو یې او د بېړنیو حالاتو او د غنمو د بیو د لوړېدو په صورت کې یې بازار ته وړاندې کوو.»
حقيار زياته کړه: «په پیل کې موږ دا غنم په مستقيم ډول له کروندګرو څخه پېرو که کروندګر په کافي اندازه غنم ونه لري، موږ به يې له کرنیزو شرکتو او ازاد بازار څخه وپېرو او زېرمه کوو یې.» 
دغه سفر د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ، د خوړو خوندتیوب او اسټراټیژیکو زېرمو رییس مولوی قدرت الله حقیار، دکرنې وزارت د اداري ریاست د جنسي محاسبې آمر کریم الله نوري، د مالي او اداري مرستیال سلاکار مولوی ندامحمد، مالي مسوول احمدشاه کاګر او د تدارکاتو مسوول ذبیح الله اخندازه په شتون کې ترسره شوې ده.

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت کندز سفر کرد 
ملا آغاجان آخند « حاجی  سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر نموده با ملا نثار احمد نصرت والی ولایت کندز و مقامات محلی این ولایت دیدار کرد.
هدف از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت در کنار تطبیق پلان خریداری و ذخیره سازی گندم، انسجام در جمع آوری عشر و زکات، تشخیص آنتن‌های مخابراتی، افزایش منابع عایداتی و حفظ منابع طبیعی و جنگلات می‌باشد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« گندم مازاد دهاقین به حکم عالیقدر امیرالمومنین خریداری و ذخیره سازی می‌شود، ما در هماهنگی مسوولین این پلان را تطبیق مینماییم، مقدار گندم مورد ضرورت آن ولایت در گدام همان ولایت ذخیره سازی می‌گردد متباقی به سیلو انتقال داده میشود.»
ملا نثار احمد نصرت والی ولایت کندز گفت:« ولایت کندز کندوی محصولات زراعتی افغانستان است، در پهلوی گندم برنج و خربوزه این ولایت شهرت خاص دارد، ما با همگام هستیم در تطبیق پلان ها»
در همین حال، مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت گفت:« ما سیرت و کار حضرت یوسف را به پیش می‌گیریم و گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی می‌نماییم و در حالات اضطراری و بلند رفتن قیمت گندم یا آرد دوباره به بازار عرضه میشود.»
حقیار افزود:« ما این گندم را ابتدا مستقیم از دهاقین خریداری می‌نماییم در صورت دهاقین گندم کافی نداشته باشند از زراعتی، شرکت‌های تولید تخم بذری و بازار آزاد خریداری می‌نماییم.»
این سفر به سرپرستی معین مالی و اداری وزارت زراعت با اشتراک مولوی قدرت الله حقیار رییس مصونیت غذایی و ذخایر استراتیژیک، مولوی کریم الله نوری آمر محاسبه جنسی ریاست اداری وزارت زراعت، مولوی ندامحمد عابد مشاور معین مالی و اداری، احمد شاه کاکر مسوول مالی، ذبیح الله آخندزاده مسوول تدارکات صورت گرفته است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS