د لغمان قرغیو کې د بېرې مصنوعي ځنګل جوړېږي
۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د «اې،بي،ام» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو ولسوالی اړوند ګلغونډۍ او دګردي کڅ دعبدالوکیل خان بڼ شاوخوا د بیرې مصنوعي ځنگلونو د بیارغونې پروژې چارې پیل شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو قرغیو ولسوالی ته د خپل سفر په ترڅ کې دعبدالوکیل خان بڼ شاوخوا د بیرې مصنوعي ځنگلونو د بیارغونې پروژې له کارونوڅخه څارنه وکړه.
دغو چارواکو ددې پروژې کارونه له نږدې وکتل او د پلي کوونکي مؤسسې چارواکوته لازمې سپارښتنې وکړې.