د کانال شرکت رییس د «سي،ډبلیو،اس،اې» مؤسسې چارواکو سره وکتل
![د کانال شرکت رییس د «سي،ډبلیو،اس،اې» مؤسسې چارواکو سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/aacfb797-d14d-4a98-9f32-444d54c0a610.jpeg)
۹ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۲ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار دکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د خپل کار په دفتر کې د «سي،ډبلیو،اس،اې» مؤسسې چارواکو سره په داسې حال کې وکتل، د ننګرهار د ننګرهار اقتصاد رییس مولوي عطاء الرحمن فاتح هم حضور درلود.
ددې ناستې په ترڅ کې د یادې مؤسسې مسئولینو د ننګرهار کانال شرکت رییس ته په ننګرهار ولایت کې د خپلو فعالیتونو، روانو پروژو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدا رنګه دوی د کرنې او پراختیا په برخه کې د خپلو پروژو اهمیت او تاثیر په اړه وضاحت ورکړ.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د یادې موسېسې له فعالیتونو مننه وکړه، د وروستیو اورښتونو اوسیلابونو له امله چې د کانال ځینې برخې/ ځمکې يې سختې زیانمنې کړي، د یادې مؤسسې له استازو نه يې د راتلونکو تهدیدونو او خطراتو مخنیوي په موخه د استنادي دېوالونو، کانال پاکۍ او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه ، چې د یادې موسیې مسوولینو ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ .