فراه کې پر لسګونو بزګران دجوارو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه
![فراه کې پر لسګونو بزګران دجوارو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-25_at_13.50.21_8062d80b.jpg)
۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پشت رود په ولسوالی کی پر ۱۶۰۰ کروندګرو د جوارو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د دې مرستې په ترڅ کې په یاده ولسوالی د جوارو نږې ۲۰ ټنه اصلاح شوي تخم، ۸۰ مټریک ټڼه توره او ۴۸ مټریک ټنه سپینه سره پر بزګرانو وېشل کېږي.
ددې مرستې موخه د کروندګرو ملاتړ، د جوارو کرکیلي ترویج او په ټوله کې د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.