د هلمند بولان څېړنیز فامر کې زرګونه مېوه لرونکي نیالګي روزل کېږي
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د بولان د نیالګیو روزلو مرکزي نیالخانه کې زرګونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي تر روزنې لاندې دي.
په همدې موخه په شاوخوا درې جریبه مځکې کې د ١٨٠٠٠ هغو مېوه لرونکو نیالګیو چې سږکال پیوند شوي دي د اضافي او نا پیونده ښاخونو صفاکاري ترسره شول، چې په تعقیب به یې د اړتیا وړ کیمیاوي سره هم ورکړل شي.
دغه نیالګي چې د مسلکي کارکوونکو لخوا پیوند او روزل کېږي نږدې ٧ ډولونه دي، چې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لري.
سږکال دغه نیالګي چې په ترکیب کې یې شفتالو، ګرنیګچ ژېړ او سور پلم، زردالو، الوبخارا او الوچې شامل دي، د هلمندي ځمکوالو لپاره وېشلو ته چمتو کېږي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د عصري او معیاري بڼوالۍ ته پراختیا ورکړي ترڅو بزګر له خپلو بڼوڼو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.