خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې
![خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/img-20240416-wa0127.jpg)
۲۸ وری ۱۴۰۳ه.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د خوست دکرنې رييس مولوي محمد زمان عمري په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې رییس او د کمېټې مشر مولوي محمد زمان عمري لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
له دې غونډې وروسته دخوست د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې یوه ډله د مولوی محمد زمان عمري په مشرۍ د خوست مرکز اړوند تخته بیګي سیمې څخه لیدنه وکړه، چې د تاسیساتو آمر او نورو مسوولینو سره د خوست د امارتي ځمکو د اسنادو او سوابقو په اړه خبرې اترې وکړې.
بايد وويل شي، چې د خوست ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.