دفارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې دقرانکریم د لسو تنو حافظانو د پګړي تړلو غونډه دائره شوه  

mail-admin
Mon, Apr 15 2024 11:41 AM
دفارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې دقرانکریم د لسو تنو حافظانو د پګړي تړلو غونډه دائره شوه  

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د قرآن کریم د لسګونو حافظانو د فضيلت پګړي تړلو غونډه، چې په عمري دارالعلوم او دارالحفاظ  کې یې زده کړې کړې وې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري او د فاریاب، جوزجان، سرپل، کندز او بلخ ولایتونو یو شمېر اماراتي چارواکو په حضور کې دائره شوه.
په دې محفل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري چې د دغه دارالعلوم بنسټګر دی، وویل چې د دارالعلوم له جوړېدو څخه یې موخه د ځوانو هلکانو او نجونو زده کړې ته زمینه برابرول دي هغه زیاته کړه:«ځوانان، تنکي ځوانان او ماشومان کولی شي په دې دارالعلوم کې زده کړې وکړي او له کورنیو څخه غواړم، چې خپل ماشومان د دیني علومو د زده کړې لپاره دلته راولي».
په ورته وخت کې مولوي عطاالله عمري د شته امنیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دا د علم او پوهې د زده کړې ښه فرصت دی؛ هغه زیاته کړه: «هیله مو دا ده، چې د فاریاب او اندخوی ځوانان وکولای شي، چې په دې دارالعوم کې زده کړې وکړي او د دوی علمي کچه لوړه شي او هیله ده، چې په دغه دارالعلوم کې د حدیثو دوره هم پیل او ورته پرمختګ ور کړو.»
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د تهیې او تدارکاتو رییس مفتي عبدالغفور بخاري هم په دې پروګرام کې وینا وکړه او ویې ویل: «هر هغه څه چې انسان خدای ته نږدې کوي عزت او احترام پیدا کوي، دغه غونډه هم له قرآن سره تعلق لري، قران ته نږدې کېدل عزت او ارزښت ورکوي، قرآن د خلکو لارښود دی او په سمه لاره ورته لارښوونه کوي». 
دغه دارالعلوم د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د ديني زده کړو د زمينې د برابرولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزير مولوي عطاء الله عمري له خوا جوړ شوى دى.

محفل دستار بندي ده تن از حافظان قرانكريم در ولسوالي اندخوی ولايت فاریاب داير شد
۲۷ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
محفل فراغت دها تن از حافظان نوجوانان قران کریم که  در دارالعلوم و دارالحفاظ عمري أموزش ديده بودند در حضور داشت مولوی عطالله عمری وزير زراعت و شماری از مسوولان امارتی ولايت‌های فارياب، جوزجان، سرپل، كندز و بلخ  داير گردید.  
در اين محفل مولوی عطالله عمری وزير زراعت، آبیاری و مالداری  كه بنيانگزار اين دارالعلوم ميباشد هدف أز ایجاد دارالعلوم را آموزش جوانان دختر و پسر عنوان کرده افزود"جوانان، نوجوانان و اطفال مي‌توانند در این دارالعلوم  درس بخوانند و از خانواده‌ها می‌خواهم كه اولادهای خود را به  جهت فراگیری علوم دینی به اینجا بیاورند".
 در همین حال مولوی عطاءالله عمری با اظهار شکر گزاری امنیت موجود فرصت مناسب جهت فراگیری علم و دانش دانسته علاوه کرد" خواست ما این است که جوانان اندخوی و فارياب بتوانند در این مکان  بياموزند و  سطح علمی شان بلند برود و اميد است که  دوره حديث  را نیز در این دارالعلوم شروع كنيم و آن را  پیشرفت بدهیم".
در همین حال مفتی عبدالغفوربخاری رئيس تهیه و تداركات وزارت زراعت نيز  در این برنامه سخنراني نمود گفت" هر چيز که  انسان را به الله نزديك كند عزت پیدا مي‌كند اين مجلس هم تعلق با قرآن دارد، نزديك شدن به قرآن قدر مي‌دهد، قرآن مردم را به رهنمايي و روشنايي رهنمايي ميكند.
این دارالعلوم از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور فراهم سازی زمین آموزش علوم دینی برای باشنده گان ولسوالی اندخوی ولایت فاریاب در آن ولسوالی ساخته شده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS