پکتیکا کې پر یوشمېر کروندګرو زرګونه نیالګي ووېشل شوه
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ناروې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مټاخان، یوسف خېل او زېړوک ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د ناک، چهارمغز او مڼو نږدې لس زره نیالګي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه نیالګي په دې ولایت کې د ناکو، چهارمغز او مڼو بڼونو دودولو او پراختیا په موخه پر یادو بزګرانو وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.