د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دوو کمېټو له چارواکو سره تعقیبي غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Apr 03 2024 12:10 PM
د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دوو کمېټو له چارواکو سره تعقیبي غونډه دائره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د اراضۍ ریاست لوی رییس مولوی محمود مظلوم په مشرۍ د هغو کمېټو له چارواکو سره همغږۍ تعقیبي غونډه دائره شوه، چې د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفیې په موخه په تخنیکي او حقوقي برخو کې په دندو بوخت دي.
یاده کمیټه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د عالیقدر امیرالمؤمنین دحفظه الله د حکم پر بنسټ جوړه شوې د ځمکو په دوو (تخنیکي او حقوقي) برخو کې خپل مسئولیت پر مخ وړي او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفیې چارې پیل کړي.
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوی رییس د دغه ادارې د دواړو کمېټې مسوولینو او غړو د زیار او کوښښ څخه مننه وکړه، چې په دې څو ورځو کې په یاده موضوع باندې بوخت دي او زیار باسي چې يوې پايلې ته ورسېږي.
د اراضۍ لوی رییس د دواړو کميټو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په ياده موضوع باندې خپل د څو ورځو د اجراآتو په هکله دې په مکمله توګه راپور وړاندې کړي.
 ورپسې د دواړو کميټو مسؤلینو او غړو خپل د څو ورځو د کړنو راپور د اراضۍ ریاست لوی رییس ته وړاندې کړل.
د تخنيکي کميټې مسؤل وويل: «په تخنيکي برخه کې مو يوه طرحه ترتيب کړې چې درې عمده برخې لري. لومړی برخه يې د جغرافيايي معلوماتو زېربنا ده، دوېمه برخه د ځمکو کدستري سروې او تصفیه ده او درېيمه برخه د عملیاتي واحدونه یعني دغه پروګرام لپاره د نوي کارکوونکو جذبول دي».
دوی وویل، چې لومړی او دويمه برخه په پوره توګه بشپړ شوې او د درېيمې او وروستۍ برخه یعني دغه پروګرام لپاره د نوي کارکوونکو جذبول ژر تر ژره پلېږي.
د تخنيکي کميټې مسؤل زیاته کړه د یاد پروګرام د پیلېدو لپاره باید چې د انجنیري په برخه کې له مسلکي او ترجه لرونکو استادانو سره هم غونډې وشي تر څو د هغو له تجربو نه هم د کار د لا ښه والي په موخه ګټه پورته شي.
ورپسې د حقوقي کميټې مسؤل هم د اراضۍ لوی رییس ته د خپل د مسؤليت او اجراآتو په اړه په پوره توګه معلومات وړاندې کړل.
د یادونې ده چې د دواړو کمېټو مسؤلینو او غړو د ياد پروګرام په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه هم د اراضۍ ادارې لوی رییس سره شريک کړل. ریاست لوی رییس د کميټې ټولو مسؤلینو او غړو ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره دې د خپلو کميټو کارونه او اجراآت تکمیل او د یاد پروګرام پايله د د اراضۍ عمومي رياست سره شريک کړي ترڅو د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم پر بنسټ دې د هېواد د ځمکو سروې او تصفیې چارې پیل شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS