د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

mail-admin
Wed, Apr 03 2024 11:15 AM
د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو ددې ولایت د خاورې اوبه اوهوا سره سم کرنیز تخمونه تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
د خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري د خوست د جوارسل څېړنیز فارم څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې په دې څېړنیز فارم کې د غنمو ترڅنګ پر یوشمېر سبو څېړنې روانې دي.
ښاغلی عمري وویل، چې په دې څېړنیز فارم کې د رومیانو پر ۱۰ ډوله بزغلیو څېړنې بشپړ شوي دي، چې ډېر ژر به کروندګرو ته ور وپېژندل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه جوړ کړي دي، ترڅو د هرې سیمې خاورې، اوبه او هوا سره سم کرنیز تخمونه او نیالګي تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سره د دوی د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابره او هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS