کډوالو ته د ځمکې د اجارې او لېږد د کړنلارې نهايي کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Mar 24 2024 10:35 AM
کډوالو ته د ځمکې د اجارې او لېږد د کړنلارې نهايي کولو په موخه غونډه دائره شوه

کډوالو ستونزو ته درسېدنې د عالي کمېسیون د ځمکې د لېږد او اجارې کمېټې غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د مالیې، کډوالو او راستنېدونکو   چارو وزارتونو او د چارو ادارې د استازو په ګډون کډوالو ته د ځمکې د اجارې او لېږد د کړنلارې د نهايي کولو په موخه دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د ځمکې د اجارې او د ملکیتونو د لېږد د کمېټې د کاري کړنلارې د نهايي کولو او کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه. د غونډې غړو د ځمکې د لېږد او تصفیې د څرنګوالي په اړه نظرونه څرګند کړل او د هغې د تطبیق غوښتنه یې وکړه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ځمکې د اجارې او ملکیتونو د لېږد د کمېټې د کاري مسوولیتونو او کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد په اړه خبرې وکړې او د دې کړنلارې د ښه والي او کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد د څرنګوالي په اړه یې خپل نظریات څرګند کړل او د پروسې د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.
د ځمکې د لېږد او اجارې کمېټه، کډوالوستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون تر چتر لاندې، د امیرالمؤمنین حفظ الله دحکم پر اساس جوړه شوې او له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په زوره د کډوالو د راستنېدو د چارو د حل لپاره هلې ځلې کوي.

جلسه‌ای به منظور نهایی‌سازی طرزالعمل اجاره‌دهی زمین و انتقال ملکیت به مهاجران برگزار شد
جلسه کمیته انتقال ملکیت و اجاره‌دهی زمین‌ کمیسون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و عضویت نماینده‌گان از وزارت‌های مالیه، مهاجرین و عودت‌ کننده‌گان و اداره امور به منظور نهایی سازی طرزالعمل اجاره دهی و انتقال ملیکت به مهاجرین در وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه در رابطه به نهایی سازی طرزالعمل کاری کمیته اجارده‌دهی زمین و انتقال ملکیت به مهاجرین  بحث و تبادل نظر صورت گرفت. اعضای جلسه نظریات خویش را پیرامون چگونگی انتقال و تصفیه زمین بیان نموده و خواستار تطبیق آن شدند.
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه پیرامون مسوولیت‌های کاری کمیته اجاردهی زمین و انتقال ملکیت به مهاجرین صحبت نموده و نظریات خویش را جهت بهبود طرزالعمل و چگونگی انتقال ملکیت به مهاجرین  با مسوولان تهیه طرزالعمل بیان کرده و خواستار تسریع روند شد.
کمیته انتقال ملکیت و یا اجاره دهی زمین تحت اثر کمیسون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین مطابق به حکم امیرالمومنین حفظه الله ایجاد و تلاش‌هایش را جهت رسیده‌گی به امور مهاجرین بازگشت کننده اجباری  از پاکستان و سایر کشور های انجام می‌دهد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS