د هلمند نهرسراج کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې په غیر مسلکي ډول د حیواني او کرنیزو درملو د پېر او پلور مخنیوئی کمپاین په دوام ددې ولایت د نهرسراج ولسوالی له ګڼو درمل پلورنځیو څارنه ترسره شوه.
د یاد کمپاین پر مهال په مېله بازار کې هټوالو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام لخوا په هېواد کې د کرنیزې او حیواني درملو د پیر او پلور لپاره ځانګړې کړنلاره تشریح شو.
یادو هټیوالو ته سپارښتنه وشوه، چې که له دې وروسته په مېله بازارونو کې خپل پیر او پلور ته دوام ورکړي نو درمل به یې ضبط او عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.
دیادولو وړ ده، چې ددې پروسې موخه پر بزګرو او مالدارو بې کیفیته، تر وخت تېر او بیله رسمي جواز لیک څخه حیواني او کرنیز درمل ونه پلورل شي، همدارنګه یاد درمل باید د خوراکي توکو او ګڼې ګوڼې له سیمو لیرې ووسي ترڅو عامو خلکو ته یې زیان ونه رسېږي.