د غزني دکرنې رییس افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له چارواکو سره وکتل
![د غزني دکرنې رییس افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له چارواکو سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-02/img-20240221-wa0167.jpg)
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ادریس حنیف په افغانستان کې د ناروې کمېټې له چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو د خپلو فعالیتونو راپور او نوي پلانونه د غزني دکرنې رییس سره شریک او د پروژو په پلي کولو کې د یادې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د غزني دکرنې رییس رییس الحاج مولوي محمد ادریس حنیف په افغانستان کې د ناروې کمېټې له فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې له یادو چارواکو سره شریک او له دوی څخه یې وغوښتل، چې ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په موخه پروژې پلي کړي.
ښاغلی حنیف دغه راز یادو چارواکو ته په بېلابېلو برخو کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.