دکرنې وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ؛ د۳.۳ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۱۶۱ ګنې فرمان له مخې د ځمکو چارو عمومي ریاست لخوا د کورنیو د کندهار په دوو ولسوالیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته ۳.۳ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي ریاست لخوا کندهار ولایت په دوه وو ولسواليو لکه په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱,۳ جريبه او دامان ولسوالۍ کې ۲ جريبه ځمکه د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه د ځمکې لېږد د پروتوکول تړون د اراضۍ ریاست د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د کانونو او پټرولیم وزارت د اداري څانګې رییس مولوي حبیب الله شهاب تر منځ لاسليک شوی دی.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د کندهار په دوو ولسوالیو ارغنداب کې ۱.۳ او دامان کې دوه جریبه ځمکه د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه کانونو او پټرولیم وزارت ته لېږدول کېږي.