د عدلیې وزارت د قضایاؤ لوی رییس د هلمند د ځمکې غصب مخنوی تخنیکي ټیم سره وکتل
۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون سکرتر او د امارتي قضایاؤ لوی رییس مولوي احسان الله وثیق په داسې حال کې چې یوشمېر نورو چاراکو یې ملتیا کول هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د کرنې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج او د یاد تخنیکي پلاوي له غړیو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج ، د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د کور او ښارجوړولو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال ملا اغا ولي نوراني، د سرحدونو او قومونو چارو رییس مولوي حماد او د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم شتون درلود.
راغلي پلاوي په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، د غصب شویو ځمکو د استرداد، د امارتي ځمکو قضایاو ته د رسېدنې او په ګڼو مواردو خبرې اترې او په لازمو مواردو پرېکړې وشوې.
یاد پلاوي د تخنیکي پلاوي له رهبرۍ سره تر لیدنې وروسته، د اړونده اسنادو او سوابقو څخه لیدنې او ارزونې وکړې او په ګڼو مواردو کې یې د تخنیکي پلاوي مسلکي غړیو ته لارښونې وکړې.