د پکتیکا د مڼو متراکمو بڼونو د پام وړ حاصل

content_admin
Sun, Sep 22 2019 3:37 PM
د پکتیکا د مڼو متراکمو بڼونو د پام وړ حاصل

۳۱ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې په پکتیکا ولایت کې د مڼو یوشمېر متراکم بڼونه جوړ شوي دي، چې اوس په حاصل راغلي او د پام وړ حاصل لري.
دغه متراکم بڼونه په دې ولایت کې د مڼو د متراکمو بڼونو د دودولو په پار په تېرو درېوو کلونو کې جوړ شوي دي، چې بزګران یې له حاصلاتو خوښ او یادو بڼونو جوړولو ته لېوالتیا پیدا کړي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو متراکم بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.

باید وویل شي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه « NHLP » پر دې سربېره، چې د متراکمو بڼونو د دودولو په پار هلې ځلې کوی کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکوی، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS