په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر له استازې سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
Mon, Nov 27 2023 10:18 AM
په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر له استازې سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) له استازې مېرمن عنابه سود سره وکتل او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په موخه یې د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کارموندنې، د کرنې د میکانیزه کولو او د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د کرنې وزارت د مسوولینو د هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه:"موږ کولای شو، چې د افغانستان دکرنې په برخه کې یو ځنځیري سیسټم په پام کې ونیسو، چې په کې ټولې برخې لکه پر ځمکه، اوبو او هوا څېړنه، کرکېله او بازارته تر وړاندې کولو پورې ټولې چارې په پام کې ونیول شي، ترڅو بزګران د ښه او زیاتو حاصلاتو په تولید سره، په ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب ترلاسه کړي."
په ورته وخت کې د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د میکانیزې د نشتوالي او د میکانیزې د اړتیا په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه:"زموږ کروندګر اوس هم هغه وسایل کاروي، چې سل کاله وړاندې موجود وو؛ خو اوس په نړۍ کې ډېر پرمختللي وسایل شته چې کولای شي په ټيټه بيه د لاسرسي وړ او د افغانستان په کرنه کې به ستر بدلون راولي، نو له ټولو مرستندویو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د پرمختللو کرنیزو ماشينونو په برابرولو کې له موږ سره همکاري وکړي."
په ورته وخت کې په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) استازې مېرمن عنابه سود د کرنې وزير ته په افغانستان کې د يادې ادارې د فعاليتونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ، چې دکرنې وزارت سره په همغږۍ خپلې پروژې عملي کوي، ترڅو مؤثریت او اغیزمنتوب یې ډېر شي.
 همدارنګه مېرمن عنابه سود د مرستندویو ادارو د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت له هڅو څخه مننه وکړه او دکرنې وزارت او مرستندویو ادارو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک دلاسلیک کېدو د اداري بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزیر دوی ته د کاري بهیر د چټکتیا ډاډ ورکړ.
له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC)  په ١٩٩٧ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د مخدره توکو د کنټرول، د جرمونو مخنیوی او نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تاسیس شو.

دیدار وزیر زراعت با نماینده دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد در افغانستان 
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با خانم عنابه سود نماینده دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد (UNODC) در افغانستان دیدار و پیرامون تقویت هماهنگی جهت تطبیق پروژه‌های زراعتی گفتگو کرد.
در این دیدار مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از تلاش‌های مسوولان وزارت زراعت جهت اشتغال زایی، میکانیزه سازی زراعت و مصونیت غذایی یاد آوری کرده افزود" ما می‌توانیم یک سیستم زنجیره‌ای را در بخش زراعت افغانستان در نظر بگیریم که در آن تمام موارد از تحقیق بالای زمین، آب و هوا و کشت و الی عرضه کردن در بازار در نظر گرفته شود که به این ترتیب با تولید محصول بهتر و بیشتر دهقانان به خودکفایی برسند و مصونیت غذایی داشته باشند".
در همین حال وزیر زراعت از عدم میکانیزه شدن زراعت و مالداری افغانستان و نیاز به میکانیزه سازی سخن زده و خواستار همکاری نهاد های مدت رسان در آن بخش شد" دهاقین ما حالا هم از وسایلی که صد سال پیش موجود بود استفاده می نمایند اما؛ در جهان وسایل بسیار پیشرفته وجود دارد که با هزینه کمتر قابل دسترس بود و تغییر بسیار بزرگی در زراعت افغانستان به وجود می‌آورد بنا از هم نهاد‌های مدت رسان می‌خواهیم که در فراهم سازی ماشینری پیشرفته زراعت با ما همکاری نمایند".
در همین حال خانم خانم عنابه سود نماینده دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد در افغانستان در مورد فعالیت‌ها و پروژهای نهاد متذکره در افغانستان به وزیر زراعت معلومات اراییه کرده و اطمینان داد پروژه‌های شان را در هماهنگی وزارت زراعت تطبیق می‌نمایند تا موثریت و مثمریت آن بیشتر گردد.
همچنان خانم عنابه سود از تلاش‌های وزارت زراعت در فراهم سازی سهولت‌ها جهت فعالیت موسسات مدت‌رسان اظهار قدر دانی کرده و خواستار تسریع روندهای اداری جهت امضای تفاهم نامه میان وزارت زراعت و موسسات مدت رسان شد که از سوی وزیر زراعت برایشان اطمینان کامل جهت تسریع روندهای کاری سپرده شد.
دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد  (United Nations Office on Drugs and Crime) در سال ۱۹۹۷ توسط دبیرکل سازمان ملل متحد، با هدف کنترل مواد مخدر، پیشگیری از جرم و مقابله با تروریسم جهانی تأسیس شد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS