د مالدارۍ سکټور پراختیا او لبنیاتو په برخه کې د ځآن بسیاینې په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې
۱۲ وږی ۱۴۰۲ه.ش
١۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې یاد شرکت په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا او د لبنیاتو په برخه کې د ځان بسیاینې په پار هلې ځلې چټکې کړي دي.
د کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د مالدارۍ پیاوړتيا او لبنياتو برخه کې ځان بساېنې په پار یې چټک کارونه پیل کړي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وويل: «د مالدارۍ د پياوړتيا لپاره مو نوی هڅې پېل کړي، ننګرهار چې يو باارزښته ولايت دی، د دې ولایت د اوسیدونکو د اقتصاد لويه برخه په کرنې او مالدارۍ ولاړه ده، ځکه خو موږ په دې برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي. همدارنګه په نږدې ورځو کې به په درېيم فارم کې د مالدارۍ ويجاړ شوی فارم بيا ځلې په عصري سيستم فعال شي.»
کارپوهان په دې اند دي که په افغانستان کې د کرنې ترڅنگ مالدارۍ ته ډېره پاملرنه وشي، نه يوازې داچې کليوالو او بزگرانو ته وراوښتي پخواني زيانونه به جبران شي، په روان حالت کې به هم ددغه هېواد اقتصاد ته ډېره گټه ورسوي .
