د کرنې وزیر په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره وکتل
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا او د جاپان له مرستیال سفیر هیروتاکا کاواکامي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کرنې د وزیر په دفتر کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د جاپان سفیر د همکاریو د دوام، د مالي مرستو د زیاتوالي او د ددې هېواد اړوند د هغو پروژو د بشپړولو په هکله خبرې وکړې، چې تر اوسه بشپړ شوي نه دي.
په دې غونډه کې کې د کرنې وزیر د غلې دانې د تولید، د اوبو د مدیریت، د څارویو د نسل اصلاح، د لبنیاتو د تولید، د اقلیم د بدلون او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخو کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او له جاپان څخه یې وغوښتل، چې په پورتنیو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي: «موږ د جاپان د حکومت له تېرو مرستو مننه کوو، تاسو د افغانستان له خلکو سره اغېزمنې او صادقانه مرستې کړې دي، په ځانګړې توګه د ډاکټر تیتسو ناکامورا هڅې چې په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت او کارولو په برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي، چې زرګونه کورنۍ ترې برخمنې شوې، زموږ تمه داده، چې اوس هم د جاپان هېواد بڼوالۍ، اوبولګولو، مالدارۍ، کرنې، سبو، د ځنګلونو د ساتنې، ځمکو په برخه کې د بزګرو کورنیو سره د همکارۍ وکړي.»
د کرنې وزیر د کرنیزو محصولاتو د معیاري کولو په برخه کې د کرنې وزارت د رهبرۍ د هڅو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د دوی همکاري اړینه وبلله او ویې ویل: «د خدای شکر دی چې په ټول هېواد کې امنیت او امن راغلی، اوس موږ خوراکي خوندیتوب ته اړتیا لرو. د ښه او کافي خوراکي توکو د برابرولو لپاره اړینه ده چې د نړۍ هېوادونه له امارات او کرنې وزارت سره همکاري وکړي، که اسانتیاوې ورته برابرې شي، کولای شو په لنډ وخت کې افغانستان په صادراتي هېواد بدل کړو.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د جاپان سفیرد کرنې، اوبولګولو او بڼوالۍ د پروژو د تطبیق په برخه کې د دغه هېواد د دوامداره همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«موږ له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کرنې له وزارت سره د همکارۍ لېواله یو، له همدې امله راغلي یو، چې اړیکي مو لاټینګې او پراخې شي او په چارو کې همغږۍ رامنځته شي. د چارو د سرته رسولو په موخه موږ څو ختیځو او جنوبي ولایتونو ته سفرونه کړي، ستاسو د هېواد امنیت ډېر ښه دی، په همدې موخه ژمن یو، چې نیمګړې پروژې بشپړ او نوې اسانتیاوې رامنځته کړو ترڅو چارې په سمه توګه تر سره شي موږ تر ډېره د اقليمي بدلون، د اوبو مديريت، وچکالۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او داسې نورو برخو کې خپلې پروژې پلي کوو او یادو برخوته ډېر تمرکز کوو او په یادو برخو کې د کارکولو لېوالتیا لرو.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوي حسین احمد خورشید، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د اداری رییس قاری حزب الله غالب او د کرنې وزارت سلاکارانو هم حضور درلود.
دیدار وزیر زراعت با سفیر چاپان در افغانستان
۸ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تاکاشی اوکادا سفیر و هیروتاکا کاواکامی معاون سفیر جاپان در افغانستان دیدار کرد.
این دیدار که در دفتر کار وزیر زراعت صورت گرفت دو طرف پیرامون انکشاف زراعت، باغداری و مالداری بحث نموده و سفیر جاپان از ادامه همکاریها، افزایش کمکهای مالی و تکمیل پروژههای نیمه کاره این کشور خبر داد.
در این مجلس وزیر زراعت در مورد نیازمندیهای افغانستان در بخشهای تولید غله، مدیریت آبها، اصلاح نسل حیوانات، تولید لبنیات، تغییرات اقلیمی و حفاظت از منابع طبیعی صحبت نموده و از کشور جاپان خواست تا در بخش های فوق با افغانستان همکاری نماید:" از کمکهای گذشته دولت جاپان تشکری میکنیم، شما کمکهای موثر و صادقانه به مردم افغانستان کردهاید، به خصوص از زحمات و تلاشهای داکتر تتسو ناکامورا که در ولایتهای شرقی در بخش مدیریت و استفاده از آب فعالیت چشم گیر انجام داده که هزاران فامیل از آن مستفید شدهاند می شود یاد آور شد، حالا هم توقع داریم جاچان در بخشهای باغداری، آبیاری، مالداری، زراعت، سبزیجات، حفاظت از جنگلات، اراضی، خانواده دهقان را همکاری نمایند ".
وزیر زراعت از تلاش رهبری وزارت زراعت مبنی بر معیاری سازی محصولات زراعتی سخن زده و خواستار همکاری در آن بخش" شکر الله امنیت و صلح سرتاسری در ملک تامین است، حال نیاز به امنیت غذایی داریم، برای فراهم ساختن غذایی بهتر و کافی ضرورت است که کشورهای جهان امارت و وزارت زراعت را همکاری کنند، در صورتی که امکانات فراهم شود میتوانیم افغانستان را در زمان کم به کشور صادرات مبدل سازیم".
بعد از آن سفر جاپان از ادامه همکاریهای این کشور در تطبیق پروژههای زراعتی، آبیاری و باغداری سخن زده افزود:" علاقهمند همکاری به امارت اسلامی و به ویژه به وزارت زراعت میباشیم، از همین خاطر آمدهایم تا تامین رابطه و هماهنگی شود و کار صورت گیرد، من به چندین ولایت شرقی و جنوبی سفر داشتیم، امنیت ملک شما بسیار خوب است، از همین خاطر متعهد هستیم که پروژههای نیمه کاره گذشته را تکمیل کنیم و امکانات تازه بیاوریم تا کار صورت گیرد، پروژههایی ما بیشتر روی تغییرات اقلیمی، مدیریت آب، خشکسالی، مبارزه با مواد مخدر و موارد دیگری را که شما تذکردادید متمرکز خواهد بود و علاقهمند کار میباشیم".
در این جلسه مولوی حسین احمد خورشید رئیس دفتر مقام وزارت زراعت، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات، آگاهی عامه، قاری حزب الله غالب رییس اداری و مشاوران مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند.