پکتیکا کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاین پیلیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳ - ۱۲:۳۴
پکتیکا کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاین پیلیږي

۳ زمری ۱۳۹۸
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د کانګو تبې «CCHF»د مخنیوی په موخه کمپاین پیلیږي.
د دې کمپاین په لړ کې به د پکتیکا ولایت مرکز شرنې په ګدون ددې ولایت د اتو ولسوالیو مشکوکې سیمې، څاروی او دڅارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کیږي او ترڅنګ یې پر مالدارانو د حفظ الصحې کڅوړې هم وېشل کيږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي. د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول کیږي.
د یاد کمپاین د پیل په موخه نن ددې ولایت پر یوشمېر سیمه ییزو وټرنرانو د یاد کمپاین اړونده توکي ووېشل شول.
کانګو تبه وېروسي ناروغي ده، چې حشرې، خځندې او یا څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.
ددې کمپاین له پلي کولوڅخه د کرنې وزارت او همکارو نهادونو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د څارویو او انسانانو خوندي کول دي.
د کانګو تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

جلسه کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب در وزارت زراعت برگزار شد

۱۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب امارت اسلامی افغانستان، به ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سرپل، از آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات  LSD یا بیماری جلدی حیوانات در سطح مرکز و ولسوالی‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی ۶ هزار دهقان برای توزیع گندم بذری اصلاح‌شده در تخار تکمیل شد

۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، روند سروی و شناسایی ۶ هزار دهقان واجد شرایط را به‌منظور توزیع گندم بذری اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی در کمپاین خزانی، با. . .

بازگشت به خبرها