د لغمان د کرنې ریاست سږني کړنې او لاسته راوړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۶:۵۷
د لغمان د کرنې ریاست سږني کړنې او لاسته راوړنې

۹ مرغومې ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا او وضعیت ښه کولو په پار له ۳۹۵ میلیونه او ۹۰۹زره او ۴۹۵ افغانۍ بودیجې څخه د ۳۹۰میلیونه او۶۸۸زره او۹۱۳ افغانیو بودیجې په لګولو سره ګڼې پروژې پلي کړي دي، چې ورسره په یادو برخو کې د پام وړ پرمختګونه تر سترګو کیږي.  یاده بودیجه ددې ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبولګولو په بېلابېلو برخو کې لګول شوی دی.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې سږکال د لغمان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتومدیریت د پروژې په اډانه د پیازو ۱۹۰ صفر درجې زېرمتونونه جوړ شوي دي. ددې ترڅنګ په روان مالي کال کې د لغمان په ولایت کې د میکانیزه کرکېلي په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي. د ښاغلي خوشحال په خبره ددې ولایت د بزګرانو د حاصلاتو زیاتوالي په پار پر بزګرانو د غنمو ۵۹۱ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي او ترڅنګ یې د غنمو ۱۲، د شولو ۱۲۰، د سویابینو ۱۵ او د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.
که څه هم لغمان د سبو د پلازمېنې په نوم شهرت لري، خو بیا هم په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو سلګونه  هکټاره بڼونه شتون. ددې ولایت د بڼوالو د عوایدو زیاتولو او د بڼوالۍ د پراختیا په پار سږکال هم د بېلابېلو مېوو له ډلې د سټروسو نوي بڼونه جوړ شوي دي، ۳۷متراکم او ۷۲۱ غیر متراکم یو جریبه بڼونه جوړول، او پر بڼوالو د اصلاح شويو نیالګیو وېش. ددې ترڅنګ بڼوالو ته روزنه ورکول او د بڼونو د افتونو او ناروغیو د کنټرول او درملنې په پار پراخ پروګرامونه پلي کول هغه څه دي، چې سږکال د لغمان د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي. دغه راز د اوبولګولو لس کانالونه جوړول او د کرنې څېړنیز فارم لپاره ځمکې ثبتول هم د لغمان د کرنې ریاست سږني لاسته راوړنې دي.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال په خبره سږکال ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا ترڅنګ د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا ته هم پاملرنه شوې، او په دې پرخه کې ګڼې کړنې تر سره شوي دي، چې په کې د بېرې ۶۰ هکټاره ځنګل جوړول، ۶۵۰ زره پلاستیکي کڅوړې ډکول، د بېرې دودولو په پار ولایتونو ته ۱۷ زره نیالګي لېږل او په بیره د څلور زره وحشي کرګڼو پیوندول شامل دي.
دغه راز ۱۳۹۹یم مالي کال کې د لغمان د نارینه و بزګرانو ترڅنګ ښځینه و بزګرانو ته هم پاملرنه شوي او د کرکېله په برخه کې د ښځینه و بزګرانو د ونډې زیاتولو په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې په کې ښځینه و بزګرانو ته ۸۰۰ کورني باغچې جوړول، په کورنیو باغچو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې د ښځینه بزګرانو روزل، پر ښځینه و بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل او پر یادو بزګرانو د بېلابېلو سبو تخمونه وېشل نور هغه څه دي، چې د روان مالي کال په ترڅ کې ترسره شوي دي.
محمد جمیل خوشحال وایي، چې سږکال ددې ولایت د مالدارۍ برخې ته هم پاملرنه شوې ده، د هغه په خبره، د کانګو تبې ناروغي د مخنیوي په پار پراخ کمپاینونه ترسره شوي دي، د شېدې ټولولو مرکز جوړ شوي دي، د کبانو ۲۰ فارمونه جوړ شوي، یوزرو ۲۴ بېوزله کورنیو ته هګیو چرګانو ورکول، د څارویو د نسل د اصلاح په پار مصنوعي القاح ترسره کول او تر څنګ یې ۳۰۰ بې وزله کورنیو سره نغدې مرستې نور هغه کړنې دي، چې د لغمان دکرنې ریاست له خوا په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ترسره شوي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۳
Background image

تأکید معین زراعت و مالداری بر افزایش سرمایه‌گذاری در سکتور مرغ‌داری

مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، هم‌زمان با مسدود شدن گذرگاه‌های مرزی پاکستان، از اتحادیه مرغ‌داران خواست تا در سکتور مرغ‌داری سرمایه‌گذاری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

آماده‌سازی پنج جریب زمین برای احداث قوریه‌جات نهال در بغلان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بغلان پنج جریب زمین را در ساحه باغ اختر بغلان صنعتی برای احداث قوریه‌جات نهال‌های مثمر، غیرمثمر و بوته‌های زینتی آماده کرده است.
این کار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۱۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

بازگشت به خبرها