د پکتیکا د مڼو سږنۍ حاصلات دوه چنده زیاته شوې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۳:۵۶
د پکتیکا د مڼو سږنۍ حاصلات دوه چنده زیاته شوې
 
بزګر(دهقان) اوونیزې، جمعه‌گل اشرفی
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله ددې ولایت د مڼو بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي. د یاد ریاست په خبره د پکتیکا د مڼو د بڼونو سږنۍ حاصلات د تېرکال په پرتله دوه چنده زیاته شوې ده. تېر کال ددې ولایت د مڼو له بڼونو نږدې ۴۰ زره مټریک ټنه مڼې راټولې او بازار ته وړاندې شوي دي.
پکتيکا د جلغوزې او بادامو تر څنګ، انګور، مڼې، او زردالو هم لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، ګيان، ګومل، زېړوک، نکه، چهارباران او سر روضه کې موجود دي. انګور په مرکز يوسف خېل، خېرکوټ او مټاخان کې په زياته اندازه شتون لري. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجودې دي.
د پکتیکا ولایت ډېرې سیمي دښتې او غرونه پوښلي دي خو بیا هم په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو څه باندې دوه زره او ۷۴۵ هکټاره بڼونه شتون لري. ددې ولایت د مڼو د بڼونو اټکلي کچه ۱۸ زره او ۸۰۰ جریبه ده. د پکتیکا ولایت د بڼوالو د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼ شمېر پروژې پلي شوي دي، چې په کې انګورو بڼوالو لپاره ممیزخونې جوړول، د مڼو بڼوالو لپاره سړې خونې جوړول او په ټوله کې د بڼوالو بڼونو خړوبولو په پار چکډمونه جوړول او پر بڼوالو اصلاح شوي نیالګي وېشل شامل دي. ددې ترڅنګ بڼوالو ته روزنه ورکول او د بڼونو د افتونو او ناروغیو د کنټرول او درملنې په پار پراخ پروګرامونه پلي کول هغه څه دي، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي. د یادو چوپړونو ترڅنګ سږکال د دې ولایت د مڼو بڼوالو لپاره د مڼې ۳۳ نوي سړې خونې جوړیږي، چې د جوړېدو چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د شیخانو دکلي اوسیدونکی حکیم وایي، چې د مڼې یو جریب بڼ لري او د کال لس ټنه حاصل ترې ټولوي. هغه وویل: «د مڼې یو جریب بڼ لرم او دکال ۱۰ ټنه حاصل ترې ټولوم، حاصلات مو ښه دي خو د محصولاتو پلور ته مو مارکېت نشته او موږ اړیو چې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅ کړو، ځکه په کافي اندازه سړې خونې نه لرو که خپل محصولات وساتو نو خوڅاکیږي.» حکیم له حکومته غواړي، چې په دې ولایت کې د مېوو د سړوخونو د جوړلو ترڅنګ د دوی محصولاتو ته په نړیواله کچه بازار موندنه وکړي، ترڅو ددې ولایت د بزګرانو او بڼوال محصولاتو ته د پلور زمینه برابره او د دوی اقتصاد ورسره وده وکړي.
په پکتیکا کې بېلابېل مېووې شتون لري خو ددې ولایت مڼه ښه حاصل ورکوي. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې پکتیکا په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د دغه ولایت مشهورې مڼې، مارلينګ، بيروتۍ، جاپاني، ناکي، کاله او ژېړې دي، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو، ګیلاس، شفتالو، انګور، الوبخارا، چهارمغز او نورې مېوې هم په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي.
د پکتیکا اقلیم سوړ او په ژمي کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړي کې معتدله وي ځکه نو ددې سیمې مڼې او زردالو ښه حاصل ورکوي.
یوسف خېل، یحی خېل، ارګون، سروبي، خیرکوټ، مټاخان، جانیخېل او سروضي ولسوالۍ او د پکتیکا مرکز شرنه په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکي سیمي دي.
د اټکل له مخې په دې ولایت کې د مڼو څه باندې ۱۸ زره او ۸۰۰ بڼونه شتون لري، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوي دي. د دغو مڼو له ډلې مارلينګ، بيروتۍ، جاپاني، ناکي، کاله او ژېړې مڼې د یادولو دي.
په دې وروستیو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هلو ځلو په پکتیکا کې د بڼوالۍ چارې پراخي شوي دي او د پخوانیو او زړو بڼونو ترڅنګ د مېوو ډېر شمېر نوي بڼونه هم جوړې شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

جلسه کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب در وزارت زراعت برگزار شد

۱۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب امارت اسلامی افغانستان، به ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سرپل، از آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری جلدی حیوانات  LSD یا بیماری جلدی حیوانات در سطح مرکز و ولسوالی‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی ۶ هزار دهقان برای توزیع گندم بذری اصلاح‌شده در تخار تکمیل شد

۱۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، روند سروی و شناسایی ۶ هزار دهقان واجد شرایط را به‌منظور توزیع گندم بذری اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی در کمپاین خزانی، با. . .

بازگشت به خبرها