پکتیکا کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۲۳:۳
 
۱۰ وږی ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل شوي دي. دغه دستګاوې ددې ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د یوسف خېلو، اورګون او یحی خېلو په ولسوالیو کې پر ۲۸ مېرمنو وېشل شوي دي.
د دغو دستګاوو له وېشلو څخه موخه د کرنیزو محصولاتو بیې لوړول، د مېرمنو لپاره کاري زمینې برابرول او د بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.
په هغه غونډه کې چې، ددغو دستګاوو د وېش په پار جوړه شوې وه د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل، چې مېوه او سابه تر حاصل وروسته په ډېره ټېټه بیه په بازار کې پلورل کیږي او یا هم خوڅاکیږي. هغه وویل چې، تر دې وروسته به بېوزلې او بې سرپرسته مېرمنې و کولای شي چې، د دغو وچوونکو دستګاوو په واسطه مېوه او سابه وچ او پروسس کړي او حتا کولای شي چې، د ژمي په موسم کې هم ورڅخه ګټه پورته کړي.
د پکتیکا د کرنې رییس وویل کومې مېرمني چې، دغه دستګاوې یې ترلاسه کړي دي له دغو دستګاوو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه روزل شوي هم دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها