د کرنې وزارت د ننګرهار په شېرزاد کې ۶۶ شنې خونې جوړې کړي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۸:۵۵
د کرنې وزارت د ننګرهار په شېرزاد کې ۶۶ شنې خونې جوړې کړي
۱۵ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۳۰ لویې شنې خونې نارینوو او ۳۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې کړي دي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د شېرزاد ولسوالۍ د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولسوالۍ د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکی د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
۴۳ کلن ناصر خان د شېرزاد ولسوالۍ دکلا ګانو دکلي یو تن اوسیدونکی، چې ۱۳ جریبه ځمکه لري د اوبو د کمښت له وجې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل، هغه ددې مضر کښت په راټولولو کې له خپلې کورنۍ سره یې ډېرې سختې، ناخوالې او کړاوونه ګالل.
ناصر خان وویل: «کله مو چې کوکنار کرل د کورنۍ ټول غړي، نارینه او ښځې ټول بوخت و او کله به مو چې کوکنار راټولول نو له زیاتو کړاونو سره به مخ ولو، ځکه چی د کوکنارو را ټولول ډېر سخت کار دی.»
هغه له ۱۳ جریبه ځمکو څخه چې کوکنار یې په کې کرل د یوه کال په موده کې۲۲۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کول، خو اوس چې د کرنې وزارت له خوا ورته شنه خونه جوړه شوې ده، یوازې په څلورو میاشتو کې د رومي بانجانو په کرلو سره ۵۰ زره افغانۍ تر لاسه کړئ. هغه په دویم فصل کې غوا‌ړی بادرنګ وکري او له هغه څخه هم ښه ګټه ترلاسه کړي.
ناصر خان، سلیمان او نسیمه په شنوخونو کې دسبو د کرکېلي او پاللو، نباتي ناروغیو سره د مبارزې لارې چارې، د هزره بوټو کنټرول، د محصول راټولولو او بازارموندنې په برخه کې روزل شوي دي.
د شېرزاد ولسوالۍ د ثمر خېلو د کلي اوسیدونکی ۸۵ کلن سلیمان پنځه جریبه ځمکه لري، چې په درې جریبه کې به یې کوکنار کرل؛ هغه له درې جریبه ځمکې څخه په کال کې ۶۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کول، خو اوس د هغې شنې خونې په مرسته چې د کرنې وزارت له خوا ورته جوړه شوې ده، توانېدلی دی، چې په یوه فصل کې د څلورو میاشتو په موده کې د رومي بانجانو په کرول سره۳۷ زره افغانۍ ترلاسه کړي، چې د کوکنارو د عایدو دوه برابره کیږي او په دویم فصل کې غوا‌ړي بادرنگ وکري او له هغه څخه هم ښه ګټه ترلاسه کړي.
ددې ولسوالۍ ښځې د کور څخه دباندې د کار کولو اجازه نه لري، د کرنې وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کوچنیو شنوخونو په جوړولو سره د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې د ښځو ونډه ډېره کړې ده. کوچنۍ شنې خونې د ښځو لپاره د پیسو ګټلو یوه ښه سرچینه ده کومې پیسې، چې د سبو دخرڅلاو څخه لاسته راوړي د کور په لګښتونو کې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.
۱۸ کلنه نسیمه د شېرزادو ولسوالۍ د ثمرخېلو په کلي کې کرکېله کوي او ددې کلي یو له کروندګرو مېرمنو څخه ده.
نسیمه له خپلو خوېندو او ورونو سره په هغه شنه خونه کې، چې د کرنې وزارت له خوا ورته جوړه شوې ده، د سبو کرکېله کوي او هر کال درې فصله حاصل تر لاسه کوي. نسیمه په خپله شنه خونه کې رومي بانجان کرلې وه او په څلورو میاشتو کې د ۵۰۰ کیلو په حاصل سره څه باندې ۱۲ زره افغانۍ تر لاسه کړې ده. نسیمه غواړي، چې په دویم او درېم فصل کې ژمني سابه وکري او له عوایدو څخه یې د خپل کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
باید وویل شي، چې په شېرزاد ولسوالۍ کې کې د ودانیزو پروژو (محافظتي دېوالونه، سیفون، بندونه، د اوبوکانالونو) په پلي کولو او د بڼونو، لویو او کوچنیو شنو خونو او د خوراکي موادو د پروسس مرکزونو په جوړولو سره د کوکنارو کرکېله او تولید کمه شوې ده.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

بازدید رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از شرکت ختیځ زلاند در ولایت لغمان

۱۱ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش

مولوی عبدالغفور رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراه با هیأت همراه از شرکت ختیځ زلاند در ولایت لغمان بازدید به‌عمل آورد.

حاجی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۷
Background image

تغییر و انتصاب روسای جدید زراعت در ولایات ننگرهار و لغمان

۱۱ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش

۱۲ شعبان‌المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق

مولوی محمد ولی محسن، رئیس پیشین زراعت ولایت ننگرهار، به عنوان رئیس زراعت ولایت نورستان و مولوی عبد الستار محمد به عنوان رئیس جدید زراعت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

احداث ۵۵ باب گلخانه در ولایت تخار به منظور تقویت زراعت و امنیت غذایی

۱۱ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار با هماهنگی و همکاری مالی دفتر میشن‌است، پروژه احداث ۵۵ باب گلخانه (گرین‌هاوس) را در چهار ولسوالی این ولایت با موفقیت به انجام. . .

بازگشت به خبرها