نوی کال او د کروندګرو نوې هیلې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۲:۳۱
نوی کال او د کروندګرو نوې هیلې
افغانستان یو کرنیز هېواد دی او کرکېلي لپاره مناسب اقلیم هم لري. په افغانستان کې د کلیوالو سیمو کابو ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او کرنه او مالدارۍ د دغو وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. که څه هم د تېرو لسیزو په جګړو کې د نورو سکټورونو تر څنګ د کرنې او مالدارۍ سکټور هم خورا ډېر زیانمن شو خو له څو کلونو راهېسې حکومت، ښکېلو اړخونو، بزګرانو او مالدارانو ډېرې هڅې کړي دي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. د نوي کال په پیل سره د ټولو هېوادوالو په زړونو کې هیلې راټوکیږي، د نوي کال د هرکلي په پار دودیزې مېلې په لاره اچوي او نوي کال په دودیزو مېلمو او شاندارو مراسمو لمانځي. نوي کال ته د نورو ترڅنګ زموږ زیارکښ بزګران هم خوښ وي د دوی په زړونو کې هیلي غوړیږي او خپلو کروندو پالنې او کرکېلي ته مخه کوي. بزګران د سوړ ژمې تېرېدو څخه وروسته په نویو هیلو د نوي کال څخه د سیمه ییزو دودونو د لمانځنې او پخپلو ځمکو کې د سبو،غلو دانو کرلو او نورو کرنیزو چارو لپاره ځانونه چمتو کوي.

د بلخ ولایت یو تن بزګر شاه محمد وایې: «له نوي کال څخه مخکې د «کب» په میاشت کې د خپلو ځمکو يوې(قلبه) کولو او په بڼونوکې د ونو څانګو پریکولو او نورو کرنیزو چارو ته تابیاوې او چمتوالي نیسو.»
شاه محمود وویل، چې د نوي کال څخه د ښه هرکلي په پار سمنک پخوو، اووه رنګه مېوه خیشتوو، د نوي کال په شپه سپينې وریجې او سابه هم پخوو او د سابه زرغون رنګ د پسرلي نښه ګڼو. د نوي کال په ورځ شنو ځایونو ته په مېلو هم ورځو.
ددې ترڅنګ د کندز ولایت یو کروندګر عبدالروف وایې: «موږ د دې تر څنګ چې پخپله کرکېله کې بوخت یو خپلو دودیزو او فرهنګي چارو ته هم ارزښت ورکوو. د بزګر په ورځ خپل تندرسته او تکړه روزل شوی څاروي د نندارې لپاره د ولایت مرکز ته راولو تر څو د چارواکو او نورو بزګرو د پاملرنې او ښې هڅونې لامل شي.»
عبدالروف د کرنې وزارت له مرستو څخه مننه وکړه او وویل، چې هرکال د کرنې وزارت له خوا دوی سره د تخنیکي سپارښتنو، کیمیاوی سرو، اصلاح شوي تخمونو، مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګيو او د کرنیزو آفتونو ضد ډول ډول درملو مرستې کیږي. چې د دوی په کرکېله باندې مثبته اغېزه لري.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دویمه د بزګر مېله په شاندارو مراسمو سره په ټول هېواد کې لمانځل کیږي، خو یواځې سږ ۱۳۹۹یم کال د وري دویمه د بزګر مېلې او کرنیز نندارتونونه د کرونا ویرس له خپراوي څخه د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې لغو شوي دي.
د کرنې وزارت هرکال په ټول هېواد کې بزګرانو سره د مسلکي او تخنیکي مرستو ترڅنګ د پور په بڼه مالي مرستې هم کوي. د کرنې وزارت په روان ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې بزګرانو او بڼوالو سره د دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت د پور ورکولو د مرستې تابیا هم لري.
د کرنې وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند اکبر رستمي وایي، چې د کرنې سکټور تر بل هر سکټور څخه ډېرې بودیجې ته اړتیا لري. د رستمي په خبره د کرنې وزارت د نورو کلونو په څېر سږکال هم بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخوکې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره مرستې کوي، ترڅو د دوی یوشمېر ستونزې هوارې او د کرنیزو محصولاتو له اړخه د خلکو اړتیاوې پوره شي.
د کرنې وزارت هرکال په ټول هېواد کې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کوي. د دوی لپاره روزنیزې برنامې په لاره اچوي، ننداریزې قطعې ورته جوړوي، د مالدارانو مالونو ته بېلابېل واکسینونه او د ناروغیو ضد درمل ورکوي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو په وړیا توګه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي، د ونو او کروندو د افت ضد درمل ورکوي او دوی ته د کرکېلي، بڼوالۍ اومالدارۍ نوي لارې چارې ښیي، ترڅو د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها