نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سفر
۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، نورګرام ولسوالی ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د نورګرام ولسوالی له ولسوال، مولوي غلام قادر حیدري، د کرنیزو خدماتو له مدیر او نورو کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د کارکوونکو ستونزې او د هغو د حل لارې چارې وڅېړل شوې، چې په اړه یې د نورګرام ولسوال د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د کرنې رییس د خپل سفر په ترڅ کې د جلغوزیو د لس سلنه محصول د راټولولو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو کارکوونکو ته یې د یادې پروسې د ښه تطبیق، شفافیت او د چارو د اغېزمن مدیریت په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د کرنیزو چارو د ښه مدیریت، د کارکوونکو د ستونزو د حل او د کرنیزو محصولاتو د راټولولو د بهیر د اغېزمنتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
