د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د ارزونې، د روانو او راتلونکو فعالیتونو د همغږۍ او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه ترسره کړه.
دغه غونډه، چې د کندهار د کرنې ریاست په کاري دفتر کې د یاد ریاست د یو شمېر آمرینو په ګډون جوړه شوې وه، موخه یې له نوي ټاکل شوي رییس سره د همکارو مؤسسو د استازو پېژندنه، د هغوی د فعالیتونو ارزونه او د راتلونکو پروګرامونو په اړه د نظرونو تبادله وه.
د غونډې په پیل کې د همکارو مؤسسو ولایتي استازو د خپلو مؤسسو د فعالیتونو، کاري ساحو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د خپلو پروګرامونو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
ورپسې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین د همکارو مؤسسو فعالیتونه، په ځانګړې توګه د خلکو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د مرستندویه پروګرامونو او پراختیايي پروژو د طرحې او پلي کېدو پر مهال باید د خلکو واقعي اړتیاوې، لومړیتوبونه او شته ستونزې په پام کې ونیول شي.
نوموړي وویل، چې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د اغېزمنتیا، د سرچینو د غوره کارونې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو ترمنځ دوامداره همغږي، ګډې مشورې او نږدې همکاري اړینه ده.
د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو وغوښتل، چې د پروژو د پلي کېدو په ټولو پړاوونو کې له اړوندو مسؤلینو سره لازمې مشورې وکړي او خپلې مرستې او فعالیتونه د بزګرانو، مالدارانو او اړمنو کورنیو د لومړیتوبونو له مخې تنظیم کړي.
هغه دغه راز د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د پراختیا، د پروژو د پر وخت پلي کېدو او د همکارو مؤسسو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د کرنې ریاست له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د همکارو مؤسسو مسؤلینو د کندهار د کرنې رییس له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د روانو پروژو د پر وخت بشپړولو، د اغېزمنو او اړتیاوو پر بنسټ د ولاړو پروژو د پلي کولو، د ګډې همغږۍ د پیاوړتیا او د نویو پراختیايي پروژو د راجلبولو په برخه کې به خپلې هڅې دوامدارې وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له کورنیو او نړیوالو همکارو مؤسسو سره د همغږۍ او ګډو همکاریو له لارې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د مالدارۍ د ودې، د اوبو لګولو د سیستمونو د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، څو د شته امکاناتو او سرچینو په اغېزمنې کارونې سره د کرنې او مالدارۍ سکتور ته لا ډېر خدمتونه وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

آغاز کار اعمار شبکه زهکشی برای احیای ۶ هزار جریب زمین زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه اعمار شبکه زهکشی در ساحه چمن ولسوالی یکاولنگ شماره یک ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسئولان ریاست زراعت این ولایت، بزرگان محل و. . .

BACK TO NEWS