لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
545454

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو، یعنې پسونو او وزو، د ریخک (انتروتوکسیمیا) ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د دغه کمپاین د پیل مراسم د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د هالېنډ کمېټې د ولایتي مسؤلینو او د تبۍ کنج هرهنډې سیمې د کوچي مالدارانو په حضور کې ترسره شول.
د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د کمپاین د پرانیستې پر مهال خوښي څرګنده کړه او د هالېنډ کمېټې له مسؤلینو څخه یې د مالدارۍ سکتور د ملاتړ او پراختیا په برخه کې د دوی د هڅو له امله مننه وکړه. نوموړي دهالینډ کمیټې څخه د ورته پروګرامونو د لا زیاتوالي او دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي ایمن وویل، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به د ولایت په کچه ټولټال ۴۱ زره پسونو او وزو ته د ریخک ناروغۍ پر وړاندې واکسین تطبیق شي. نوموړي له مالدارانو څخه وغوښتل چې د خپلو څارویو د روغتیا ساتنې په برخه کې د وقایوي واکسینونو له پروګرامونو څخه ګټه واخلي او د خپلو مالدارۍ چارو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړي. هغه همداراز د مالدارانو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته مهال، د سیمې قومي مشرانو د دغه پروګرام د تطبیق هرکلی وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. همداراز، د سیمې کوچي مالدارانو د خپلو څارویو لپاره د څښاک د اوبو ستونزه د کرنې ریاست له مشرتابه سره شریکه کړه، چې د کرنې رئیس له لوري یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تل هڅه کوي، چې د مالدارانو د ملاتړ او لاسنیوي ترڅنګ، د مالدارۍ سکتور د پراختیا او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په موخه د وقایوي واکسینونو د تطبیق پروګرامونه عملي کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت سرپل از سوی هیئت وزارت

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئت موظف به‌منظور بررسی همه‌جانبه وضعیت عواید، شناسایی منابع عایداتی، بررسی باقیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ، د دې ادارې تر چتر لاندې له همکارو مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

BACK TO NEWS