ننګرهار کې د نږدې ٥٠٠ زره افغانیو په ارزښت د سبو او مېوو وچولو وسایل او میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۸:۴۴
ننګرهار کې د نږدې ٥٠٠ زره افغانیو په ارزښت د سبو او مېوو وچولو وسایل او میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول

د ننګرهار ولایت په رودات، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د سبو او مېوو د وچولو ماشینونه او اړوند وسایل، او همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت په موخه میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یادې مرستط د ډاکار (DCAAR) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ډانیډا (DANIDA) په مالي ملاتړ، د ۴۸۴ زره افغانیو په ارزښت وېشل شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، د دغو وسایلو د وېش موخه د سبو او مېوو د پروسس او ساتنې په برخه کې د بزګرانو او کوچنیو کاروباریانو د ظرفیت لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو ولسوالیو ۱۶ تنو میرابانو ته هم د اوبو د ښه مدیریت، د کروندګرو د اوبو ستونزو د حل، د اوبو لګولو د تأسیساتو د څارنې او ساتنې په موخه بایسکلونه ووېشل شول.
د کوچنیو کاروباریانو د ظرفیت لوړولو په موخه به هغوی ته د سبو او مېوو د وچولو، اچار، مربا او رب جوړولو په برخو کې په بېلابېلو پړاوونو کې مسلکي او عملي روزنې هم ورکړل شي.
د کرنې ریاست په وینا، د یادو وسایلو وېش به د سبو او مېوو د ضایعاتو په کمولو، د کرنیزو حاصلاتو د ارزښت په لوړولو، د کوچنیو کاروبارونو په پیاوړتیا او سیمه‌ییزو خلکو ته د کار او عاید د فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي. همدارنګه، میرابانو ته د بایسکلونو وېش به د اوبو د مدیریت او د اوبو لګولو د تأسیساتو د ساتنې په چارو کې د هغوی د فعالیتونو د اسانتیا لامل شي.
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمول، د حاصلاتو ارزښت لوړول او د اوبو د مدیریت د بهیر پیاوړتیا د ننګرهار د کرنې ریاست د روانو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

در ارزگان، پیاز زعفران برای ۴۹ دهقان توزیع شد

۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در مرکز ترینکوت و ولسوالی دهراود ولایت ارزگان، برای ۴۹ دهقان پیاز زعفران توزیع شد.
این برنامه با حمایت مالی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

BACK TO NEWS