روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول
۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی کې د لومړي ځل لپاره د لبنیاتو دوه لوی او معیاري مرکزونه په عصري بڼه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغو مرکزونو د پرانیستې په مراسمو کې د روزګان د کرنې رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد، د مالدارۍ آمر مولوي عبدالعلي حماد، د اقتصاد رییس ملا ذبیحالله طالبیار او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
د روزګان د کرنې رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد وايي، د دغو مرکزونو له فعالېدو سره به په ترینکوټ او دهراوود کې تولیدېدونکي لبنیات په خوندي او معیاري ډول راټولېږي او وروسته به د عصري ماشینرۍ په وسیله پروسس او بستهبندي کېږي او بازار ته به وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، هڅې روانې دي، چې د روزګان د بېلابېلو کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو لپاره د بازارموندنې، پروسس او عصري بستهبندۍ زمینه برابره شي، څو کورني تولیدات خپل مناسب بازار ومومي او د تولیدوونکو اقتصادي ګټه زیاته شي.
د لبنیاتو د یادو مرکزونو مسؤولین د دغو مرکزونو له فعالېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې تر دې وړاندې یې د عصري ماشینرۍ له شتون پرته خپل فعالیتونه په دودیز ډول ترسره کول؛ خو اوس به د نوې ماشینرۍ په فعالېدو سره د لبنیاتو د راټولولو، پروسس، ساتنې او بستهبندۍ چارې په لا معیاري ډول ترسره شي.
د مرکزونو مسؤولین زیاتوي، چې د ماشینرۍ له فعالېدو سره به د لبنیاتو د تولید او عرضه کولو ظرفیت لوړ شي او د ولایت د بازار اړتیاوو ته به په خوندي او معیاري ډول ځواب وویل شي. همدارنګه، د دغو مرکزونو له لارې به لسګونو نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د فارمونو او کورنیو له لوري د تولیدېدونکو لبنیاتو لپاره به د پلور مناسب بازار موندل اسانه شي.
د روزګان د اقتصاد رییس ملا ذبیحالله طالبیار وايي، د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي او سلګونه کورنۍ د مالدارۍ له تولیداتو څخه د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي. د نوموړي په وینا، د لبنیاتو د معیاري مرکزونو فعالېدل به د مالدارۍ د تولیداتو د ارزښت په لوړولو او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې اغېز ولري.
نوموړي له نړۍوالو مرستندویو سازمانونو او همکارو بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې د روزګان د مالدارۍ او لبنیاتو د برخې د لا پیاوړتیا، د تولیداتو د پروسس، بستهبندۍ او بازارموندنې په برخه کې له مالدارانو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د روزګان ولایت د کرنې ریاست مسؤولین وايي، د لبنیاتو د دغو دوو مرکزونو فعالول به د دې ولایت د لبنیاتو د تولیداتو د راټولولو، پروسس او بازارموندنې بهیر منظم کړي او له دې لارې به د کورنیو تولیداتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو ترڅنګ، مالدارانو ته د خپلو تولیداتو د پلور لپاره لا ښه زمینه برابره شي.
د لبنیاتو د تولید، پروسس، کیفیت، بستهبندۍ او بازارموندنې معیاري کول د مالدارۍ د ارزښت ځنځیر د پیاوړتیا او د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم دي. د معیاري لبنیاتو د مرکزونو له لارې د شیدو او نورو لبنیاتو د راټولولو، پروسس او بستهبندۍ بهیر منظمېږي او تولیدوونکو ته زمینه برابرېږي، چې خپل محصولات د بازار له اړتیاوو سره سم وړاندې کړي. د همدې موخې لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لبنیاتو د راټولولو او پروسس د مرکزونو جوړول او فعالول د مالدارۍ د ودې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
