د پکتیکا اورګون کې له ۱۰۰ بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۴
د پکتیکا اورګون کې له ۱۰۰ بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی په څلورو کلیو کې له ۱۰۰ مستحقو او بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه، چې موخه یې د دغو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د عایداتي سرچینو پراختیا او په کورني کچه د چرګانو د روزنې او هګیو تولید زیاتول دي.
دغه مرسته د اورګون ولسوالی د شیخان، مفتې کلا، بهادرخېل او لویې پېرکوتې کلیو له مستحقو کورنیو سره د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې اروپایي ټولنه (EU) کوي، د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، د دغې مرستې مستحقې کورنۍ د ترسره شوې سروې پر بنسټ په شفاف ډول ټاکل شوې وې. د وېش په بهیر کې هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان ورکړل شول، چې ۲۷ یې چرګې او درې یې چرکان وو.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، د یادې مرستې له لارې به بېوزلې کورنۍ وکولای شي په کورني کچه د چرګانو روزنې ته پراختیا ورکړي، د هګیو تولید زیات کړي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې تر یوه بریده راکمې او د عایداتي سرچینو کچه لوړه کړي.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ټینګار کوي، چې د ورته پروژو د پلي کېدو بهیر، د مرستو کیفیت، د مستحقو کورنیو د ټاکنې څرنګوالی او د مرستو د وېش چارې به په دوامداره توګه وڅارل شي، څو مرستې په شفافه، عادلانه او اغېزمنه توګه مستحقو کورنیو ته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

در نورستان، روز مزرعه برگزار شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در روستای دیوه مربوط مرکز پارون ولایت نورستان، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و از سوی سازمان غذا و زراعت ملل متحد (FAO)،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

در ولسوالی گومل پکتیکا، ۸ گلخانه به بهره‌برداری سپرده شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و از سوی مؤسسه «هیلټو»، با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، ۸ گلخانه در روستاهای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مراسم افتتاح کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در کلکسیون ملی باغداری مرکز تحقیقات ننگرهار از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری. . .

BACK TO NEWS