د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د هډې فارم مالدارۍ څانګه هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۳۱
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د هډې فارم مالدارۍ څانګه هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د هډې فارم په مالدارۍ فارم کې له ۳۰۶ غواګانو څخه ۶۳ یې شیدې ورکوي، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې ترلاسه کېږي.
د یاد شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د مالدارۍ فارم عمومي امر، انجنیر شکرالله نورزي، وايي چې په فارم کې د غواګانو د سالمې ساتنې، مناسبې تغذیې او روغتیا لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د اوړي د موسم د لوړې تودوخې د اغېزو د کمولو او د څارویو د هوساینې په موخه په فارم کې د موجودو غواګانو لپاره د اوبو فوارې هم نصب شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د هډې فارم مالدارۍ فارم د هډې فارم په ۱۹.۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او چارې یې د ۲۵ تنو کارکوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
همداراز، په یاد فارم کې د څارویو د روغتیا د ساتنې لپاره مجهز درملتون او مسلکي وټرنران شتون لري، چې د څارویو روغتیايي وضعیت څاري او د اړتیا پر مهال ورته لازمې درملنې او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د هډې فارم مالدارۍ فارم د غواګانو د ساتنې او شېدو د تولید ترڅنګ، د مالدارۍ د پراختیا، د څارویو د سالمې روزنې او د لبنیاتو د تولید په برخه کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له مهمو فعالیتونو څخه بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

در نورستان، روز مزرعه برگزار شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در روستای دیوه مربوط مرکز پارون ولایت نورستان، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و از سوی سازمان غذا و زراعت ملل متحد (FAO)،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

در ولسوالی گومل پکتیکا، ۸ گلخانه به بهره‌برداری سپرده شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و از سوی مؤسسه «هیلټو»، با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، ۸ گلخانه در روستاهای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مراسم افتتاح کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در کلکسیون ملی باغداری مرکز تحقیقات ننگرهار از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری. . .

BACK TO NEWS