د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې وزارت یوشمېر چارواکو، د بېلابېلو ادارو رییسانو، علماوو کرامو، د کرنې ریاست آمرینو او کارکوونکو او ګڼو مجاهدینو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدين عمير، د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس مولوي ندا محمد عابد، د هلمند ولایت امنیه قوماندان، د ولایت مقام د دفتر رییس، د هلمند پخواني او د نیمروز اوسني عدلیې رییس، د بېلابېلو ادارو رییسان، د کرنې ریاست مسؤولین او کارکوونکي او یو شمېر علماوو او قومي مخورو ګډون کړی و.
غونډه د اړوندو مسؤولینو د ویناوو په ترڅ کې ترسره شوه. په پیل کې مولوي محمد محمدي اصلاحي وینا وکړه او د ادارې مسؤولینو او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې د اتحاد، اتفاق، همغږۍ او اخلاص په روحیه ترسره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې باید د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د بزګرانو او مالدارانو، ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او خلکو ته د اړتیا وړ خدمات په ښه او اغېزمن ډول وړاندې شي.
ورپسې د هلمند ولایت مقام د دفتر رییس خبرې وکړې. نوموړي وویل چې په دولتي ادارو کې بدلونونه او تبدیلۍ د چارو د لا ښه والي، سمون او پرمختګ په موخه ترسره کېږي. هغه د نوي رییس د ټاکنې هرکلی وکړ او قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» ته یې د نوې دندې په ترسره کولو کې د لا زیاتو بریاوو او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو توفیق وغوښت.
قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» له اوږدې او ارزښتناکې جهادي سابقې برخمن دی او تر دې وړاندې یې د هلمند ولایت د صنعت او سوداګرۍ د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړی د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د حکم پر بنسټ د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی او په یاده غونډه کې په رسمي ډول معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوي رییس ته د بریالیتوب، د چارو د لا ښه والي او هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دعا وکړه او غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS