امضای قرارداد دو میلیون دالری میان شرکتهای افغان و ازبکستانی در بخش تولید طیور
۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
در حاشیه دیدار وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مقامات ازبکستانی، قرارداد همکاری به ارزش دو میلیون دالر میان شرکت «همکار پرنده» از جانب ازبکستان و شرکت «یشلر سمرقند» افغانی در کابل به امضا رسید.
بر اساس این قرارداد، دو شرکت در بخش داد و ستد چوچه مرغ یکروزه و تخم نطفهدار همکاری خواهند کرد. هدف از این توافق، تقویت زنجیره تولید طیور و توسعه همکاریهای تجاری میان دو کشور عنوان شده است.
مسئولان میگویند که افغانستان در تولید گوشت مرغ به سطح نزدیک به خودکفایی رسیده، اما در بخش تولید چوچه مرغ و تخم نطفهدار هنوز نیاز به واردات وجود دارد و چنین همکاریهایی میتواند در کاهش این وابستگی نقش مهمی ایفا کند.
همچنان تأکید شده است که تولید تخم نطفهدار برای نژادهای مختلف مرغهای گوشتی و تخمگذار انجام میشود و توسعه این بخش میتواند به بهبود صنعت طیور در کشور کمک کند.
د چرګانو د تولید په برخه کې د افغان او ازبېکستاني شرکتونو ترمنځ د دوه میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو
۲۴ وری ۱۴۰۵ه.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له ازبېکستاني چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې، په کابل کې د ازبېکستان له لوري د «همکار پرنده» شرکت او د افغانستان د «یشلر سمرقند» شرکت ترمنځ د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې، دواړه شرکتونه به د یوه ورځني چرګوړو او نطفهلرونکو هګیو د راکړې ورکړې په برخه کې همکاري کوي. د دې هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
چارواکي وایي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځانبسیاینې ته نږدې شوی دی، خو د یوه ورځنیو چرګوړو او نطفهلرونکو هګیو د تولید په برخه کې لا هم وارداتو ته اړتیا لري. د دوی په وینا، دا ډول همکارۍ کولای شي د دې اړتیا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه ټینګار شوی، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍورکو چرګانو لپاره د نطفهلرونکو هګیو تولید ترسره کېږي، او د دې برخې پراختیا کولی شي د هېواد د چرګانو د صنعت په ښهوالي کې اغېزناک تمام شي.
