بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د پیل په موخه بلخ ته د لوړپوړي پلاوی سفر

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۵۸
بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د پیل په موخه بلخ ته د لوړپوړي پلاوی سفر

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیرد بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي، د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري او د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.

ددې پروګرام په پیل غونډه کې د رییس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی. دا کمېسیون به د راستانه شویو کډوالو ستونزې له نږدې تعقیبوي او ورته به لازمې اسانتیاوې برابروي

ښاغلی خنفي زیاته کړه: «دا مهال هره ورځ له درې تر پنځو زره پورې کډوال هېواد ته راستانېږي او د اسلامي امارت له بودیجې څخه به شاوخوا ۸۰ زره کډوالو کورنیو ته مرستې ورکړل شي. دا مهال په دې ولایت کې کډوالو کورنیو ته پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې مرستې ورکول کېږي.»

د رییس‌الوزراء اداري مرستیال همدارنګه وویل:«د مرستو دغه لړۍ به د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دوام ولري او هر راستانه شوي کډوال ته به د اسلامي امارت له لوري د استوګنې لپاره یوه نمره ځمکه هم ورکړل شي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپلو خبرو کې وویل، چې دا بهیر به په تدریجي او شفاف ډول د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شي، څو ټول د شرایط وړ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شي.

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د بلخ ولایت دوه زره او ۲۰۰ بېرته راستنې شوې کورنۍ د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او هرې کورنۍ ته به پنځه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.

په همدې مراسمو کې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس کډوالو د ښه راغلاست تر څنګ، په دې ولایت کې مېشتو کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مسؤولین د کډوالو د ژوند د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي. د هغه په وینا، دا پروګرام د حکومت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ټولنیز او اقتصادي ملاتړ دی.

همدارنګه، یو شمېر هغه بېرته راستنه شوي کډوال چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، د دې اقدام ستاینه وکړه او د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې، ده چې د کرنې وزارت له خوا دغه بهیر په یوشمېر شمالي او سوېل ختیځو ولایتونو کې  پیل شوی او په نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مراسم افتتاح کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در کلکسیون ملی باغداری مرکز تحقیقات ننگرهار از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت وضعیت عواید ریاست زراعت کندز را بررسی کرد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و وضعیت عواید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

در بلخ یک مرکز جمع‌آوری شیر ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه «دی‌سی‌ای» و هماهنگی مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی بلخ، یک مرکز جمع. . .

BACK TO NEWS