خوست کې د باران او واورې د اندازې معلومولو عملي روزنه او اړوند تجهیزات د ولسوالیو مدیرانو ته ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۸
خوست کې د باران او واورې د اندازې معلومولو عملي روزنه او اړوند تجهیزات د ولسوالیو مدیرانو ته ووېشل شول

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او برنامو مدیریت له‌خوا د دې ولایت د ۱۲ ولسوالیو کرنیزو چارو عمومي مدیرانو ته د باران او واورې د اندازې معلومولو په تړاو عملي روزنه ورکړل شوه او اړوند وسایل ورته ووېشل شول.
په دغه روزنیز پروګرام کې د کرنې ریاست مرستیال او د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب د ولسوالیو مدیرانو څخه وغوښتل، چې مرکز ته دقیق، پر وخت او منظم معلومات ورسوي. نوموړي د ورکړل شویو وسایلو د سالمې استفادې او ساتنې توصیه هم وکړه او د ریاست له لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر اجمل قاسمي له لوري ګډونوالو ته د معلوماتو د راټولولو طریقه په عملي بڼه ور وښودل شوې.
دغه راز د احصایې او «ام.آی.اس» مدیر ماسټر محمد فاروق سحر ګډونوالو ته د وسایلو د نصبولو لارې چارې، د «کوبو» او «اوپن کیمرې» د نصب مرحلې او اړوند تخنیکي معلومات تشریح کړل. سحر زیاته کړه، چې له دې وروسته به د خوست د ټولو ولسوالیو د واورې او باران اندازه په دقیقه توګه د یو منظم سیستم له لارې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره شریکېږي، څو په بېلابېلو برخو کې ترې استفاده وشي او د بزګرانو په ژوند او کرنیزو چارو کې مثبت بدلون راولي.
د پروګرام په پای کې ټولو ولسوالیو مدیرانو ته د باران او واورې د اندازې معلومولو وسایل ووېشل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۴
Background image

برای ۳۴ دهقان در ولسوالی نهرشاهی بلخ پیاز زعفران توزیع شد


۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست‌به‌دست»، برای ۳۴ تن از دهقانان قریه سیاه‌گرد ولسوالی نهرشاهی، ۶ هزار و ۳۸۰ کیلوگرام پیاز زعفران توزیع کرد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۳
Background image

فعالیت‌های مؤسسه ریشه جهانی برای زندگی در بدخشان نظارت و ارزیابی شد


۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، از فعالیت‌ها و دستاوردهای مؤسسه ریشه جهانی برای زندگی (Global Roots)  در بخش تطبیق پروژه «باغچه خانگی» نظارت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۶
Background image

برای ۱۵۰ خانواده نیازمند در ولسوالی قوش‌تپه جوزجان مواد غذایی توزیع شد


۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور رسیدگی به مشکلات خانواده‌های بی‌بضاعت و نیازمند، برای ۱۵۰ خانواده در ولسوالی قوش‌تپه ولایت جوزجان، کوپن مواد غذایی توزیع شد.
این کمک‌ها از سوی ریاست زراعت،. . .

BACK TO NEWS