روزګان کې د باران‌سنج آلې د نصب او فعالولو روزنیز پروګرام دایر شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۷
روزګان کې د باران‌سنج آلې د نصب او فعالولو روزنیز پروګرام دایر شو

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له کارکوونکو سره په همکارۍ د «د باران‌سنج آلې د نصب او فعالولو طریقه» تر سرلیک لاندې یوورځنی روزنیز پروګرام د یاد ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدماتو مدیریتونو کارکوونکو لپاره ترسره کړ.
په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د باران‌سنج آلې د نصب او فعالولو څرنګوالی، همدارنګه د باران د ثبتولو طریقه په میاشتني، ربع‌وار او کلني ډول هم په عملي او هم په نظري بڼه وروښودل شوه.
مسؤلینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دغو وسایلو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، د باران د ثبت شوې شمېرې پر وخت ثبت او په آنلاین بڼه د کرنې وزارت مرکز ته د یووالي او استولو په موخه شریکې کړي.
د پروګرام په پای کې هر یوه ګډونوال ته یوه د باران‌سنج آله وویشل شوه، څو د موسمي بارانونو د کره ثبت لپاره ترې ګټه واخلي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها