لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۳
لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د ازبکستان هېواد د مالي همکارۍ په پایله کې، د یاد ولایت په مرکز مهترلام او پنځو ولسوالیو کې د بزګرانو لپاره دسبو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
دغه مرسته، چې د څه باندې ۲۰۳ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره پلان شوې، موخه یې د کرنیزو حاصلاتو لوړول، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی، د سبو د کر کیلې پراخوالی، د خوړو خوندیتوب، او د کرنیزې برخې اقتصادي پیاوړتیا بلل کېږي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته۶۰۰ ګرامه د خټکي تخم،۶۰۰ ګرامه د کدو،۴۰۰ ګرامه  دتوربانجان،۴۰۰ ګرامه د ګازرې،۴۰۰ ګرامه رومي بانجان او ۴۰۰ ګرامه د کرم تخمونه ورکول کېږي.
د یادې مرستې وېش لړۍ د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د کرنیزو چارو آمر انجنیر بریالی همدرد، د عشر او زکات ترغیبي او عبوري مدیر مولوي ادریس حماس، او د کرنیزو چارو مدیر انجنیر آمین الله تکل له خوا د مرکز مهترلام له بزګرانو سره د مرستې په وېش سره پرانیستل شوه.
د وېش پر مهال، آمر انجنیر بریالی همدرد د اصلاح شویو تخمونو پر ارزښت خبرې وکړې او بزګرانو ته یې د کرنې اړوند مهمې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې. 
نوموړي وویل: «یاد اصلاح شوي تخمونه د دودیزو تخمونو په پرتله لوړ حاصل ورکوي، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري، او د بازار د اړتیاوو مطابق محصولات تولیدوي. تمه ده چې بزګران دا تخمونه د کرنیزو اصولو، مسلکي لارښوونو او موسم سره سم وکري، څو له دې لارې غوره پایله تر لاسه کړي.»
دغه مرسته به نه یوازې د سبو کر پراخ کړي، بلکې د لغمان بزګرانو ته به ښه اقتصادي فرصتونه، د خوړو خوندیتوب، او د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې ته هم زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS