د کرنې وزارت  اراضۍ ریاست په بېلابېلو برخو کې د نوي متخصصينو د ګمارلو په موخه غونډه دایره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۹
د کرنې وزارت  اراضۍ ریاست په بېلابېلو برخو کې د نوي متخصصينو د ګمارلو په موخه غونډه دایره شوه 

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ  ریاست د تصفيې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت او په داسې نورو برخو کې د کارکوونکو د کموالي په موخه د نوي کارکوونکو د ګمارلو په پار غونډه دايره شوه.
په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ رييس مولوي محمود مظلوم، د عدليې وزارت د امارت د قضاياوو لوی رییس مولوي احسان الله وثيق، د اراضۍ ادارې د جيودیزي او کدستر لوی رييس انجنير احسان الله الهام او د کرنې وزارت يو شمېر سلاکارانو برخه اخيستې وه.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ رييس مولوي محمود مظلوم راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د يادې موضوع په اړه يې خپلې هر اړخيزې خبرې وکړې.
ورپسې د عدليې وزارت د امارت د قضاياوو لوی رییس مولوي احسان الله وثيق هم د نوي کارکوونکو د ګمارلو په برخه کې خپل نظر څرګند کړ.
په پای کې د ټولو مسؤلینو لخوا داسې پرېکړه وشوه هغه کارمندان چې په دغو برخو کې له پخوا او له کلونو راهيسې په دندو بوخت دي په حکمي توګه او پاتې نور کسان د آزاد رقابت له لارې د ازموينې په ترسره کولو سره په نوموړي بستونو کې په دندو وګمارل شي.
د چارواکو په خبره ياد کارکوونکي به د هغو ځمکو په اړه چې کارونه يې په مرکز او ولاياتو کې د تشخيص او تثبيت په برخه ګې، تخنيکي ستونزې لري د هغو ستونزو د حل لپاره او همدارنګه هغه امارتي عامه مرعي او وقفي غصب شوي جايدادونه او ځمکې چې د ځمکو د غصب څخه د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون لخوا د استرداد قانون د پنځمې مادې په تړاو کارونه يې ترسره شوي اما ځمکه يې تر اوسه تصفيه شوې نده او یا داسې پېچلی اسناد چې باید په هکله يې تصفيه ترسره شي په دې برخه کې په دندو ګمارل کېږي.
په دغو بستونو کې د ټيمونو په حقوقي موضوعاتو او داسې نورو برخو کې د ستونزو د حل په موخه به پنځه لس کسه دیني عالمان هم په دندو وګمارل شي.
د يادونې وړ ده، چې ټول کارمندان به په مرکز کې په دندو وګمارل شي او د اړتيا په ترڅ کې په ګروپي توګه د دندو د ترسره کولو په موخه له مرکز څخه ولايتونو ته استول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS