ننګرهار کې د کچالو د صفر انرژۍ زېرمه تونونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۲
ننګرهار کې د کچالو د صفر انرژۍ زېرمه تونونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د سړوخونو او صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړولو په لړ کې داځل د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالی په لسو کلیو کې د کچالو د  صفر انرژۍ زېرمه تونونو رغنیزې چارې پیل کړي دي. دغه زېرمتونونه د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار دکرنې ریاست ترڅار لاندې جوړېږي.
د اکشن آیډ مؤسسې مسؤل انجینر  صفي الله  خلیلزی د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره په ناسته کې وویل، چې هره زېرمه تون د لس مترو په  اوږدوالي، نهه متره پلنوالي او درې متره په ژوروالي د ۷۸۰ زره افغانۍ په  لګښت به جوړ او د ۳۵ ټنو کچالو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د زېرمه تونونو جوړول د بزګرانو محصولاتو لپاره مهم ګام وباله او ددې ډول پروژو د زیاتولو غوښتنه هم وکړه .او همدارنګه د مؤسسې مسؤلینو ته یي په ټولو قانوني  برخو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلی محسن وویل، چې دغه زېرمه تونونه به د سیمې بزګرانو ته د کچالو محصول د اوږدې مودې لپاره د ساتنې زمینه برابره وي، د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه به ونیسي او بزګران به وتوانېږي خپل محصولات په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د کرنیزو خدمتونو پراخولو ته دوام ورکړي او د بزګرانو ستونزو ته د حل لارې ومومي.
د چارواکو په خبره د زېرمتونونو جوړول په بازار کې د کچالو د بیو د ټیټوالي مخه نیسي او ددې لامل کیږي، چې بزګران د زېرمتون خاوند شي، او خپل محصولات هغه وخت په مناسبه بیه بازارته وړاندې کړي، چې بازار ورته اړتیا ولري. دغه زېرمتونونه د صادراتو په نه شتون کې د بزګرانو د زیان مخه نیسي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها