د بې‌وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته عملي ګامونه؛ لوګرکې پر لسګونه بې‌وزله کورنیو د روب جوړولو وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۲۰
د بې‌وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته عملي ګامونه؛ لوګرکې پر لسګونه بې‌وزله کورنیو د روب جوړولو وسایل ووېشل شول

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي او د خوړو خوندیتوب پروژې په مالي ملاتړ د لوګرو لایت د محمدآغې ولسوالی کې پر ۸۰ بې‌وزله کورنیو د مېوو او سبو د پروسس اړین توکي ووېشل شول. یادې کورنۍ له وړاندې د پروسس په برخه کې په څلورو جلا ګروپونو کې تنظیم شوې وې.
د وېشل شویو وسایلو په کڅوړه کې، هرې کورنۍ ته ۳۶۰ غټ او ۱۸۰ واړه بوتلونه ورکړل شول، څو وکولای شي پروسس شوي کرنیز محصولات پکې وساتي.
د وسایلو د وېش دغه ځانګړې غونډه د محمدآغې ولسوالی د ولسوال مولوي محمد عظیم راشد، د کرنیزو خدماتو مدیر قاري اکرام‌الله حکیمي، او د ترویج مدیر ښشیرین‌محمد دولت‌زوی په ګډون ترسره شوه.
د محمدآغې ولسوال مولوي محمد عظیم راشد ګډونوالو ته وویل، چې باید له ورکړل شویو وسایلو څخه اغېزمنه استفاده وشي، څو د کورنیو اقتصاد پیاوړی شي. نوموړي له اړو کسانو سره د دوامداره مرستو د راجلب ژمنه هم وکړه.
د یاد پروګرام موخه په محمدآغې ولسوالی کې د بې‌وزلو کورنیو ملاتړ، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، ښځو ته د کور دننه د کار زمینه برابرول، او د کرنیزو حاصلاتو د ضایع کېدو مخنیوی ښودل شوی دی.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها