کندهار کې د طبیعي او ځنګلي بوټو د خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۴۲
کندهار کې د طبیعي او ځنګلي بوټو د خوندیتوب په پار هڅې

۲۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم چارواکو د یادي ولسوالۍ د کونچي، سوره څاهان، برکت، تنګی، زرګر تنګی او یو شمېر نورو سیمو کې د ځنګلونو پریکولو مخنیوی،  ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د طبیعي، ځنګلي او نیمه ځنګلي بوټو د پرېکولو مخنیوي، ساتنې او ارزښت اړوند پوهاوی ورکړل شو.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه، ترڅو د سیمې اوسیدونکي د طبیعي شتمنیو په ارزښت پوه شي او په ساتنه کې یې جدي ونډه واخلي. مسؤلینو وویل، چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه نه ورکوي او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې اوونۍ وړاندې د کندهار پنجوایي ولسوالی کې هم د ځنګلي، طبیعي او ریګي بوټو د ساتنې او د یادو توکو د پوهاوی په موخه څارنه ترسره شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یادې ولسوالی یو شمیر اوسیدونکو او مالدارانو ته د طبیعي او ځنګلي بوټو د مخنیوي او ساتنې لپاره عامه پوهاوي ورکړل شوه.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها