د ننګرهار څېړنیز فارم کې دکرنې زده کړیالانوته د عملي زده کړې زمینه براره شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۳۳
د ننګرهار څېړنیز فارم کې دکرنې زده کړیالانوته د عملي زده کړې زمینه براره شوې

د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند څېړنیزو فارمونو کې د کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې انسټیټوټ او دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو دیاد ریاست څېړنیزو فارمونو څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او د ونو پيوند په اړه زده کړیالانو ته معلومات ورکول کېږي.
له دغه برنامې څخ برخمن شوي زده کړیالان د ننګرهار د کرنې ریاست له رهبرۍ څخه  مننه  وکړه او زیاته یې کړه، دا چې د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو لخوا ورته د کرنې په برخه کې هر اړخیز معلومات په عملي او نظري ډول ښودل کېږي، دغه چارې د زده کړیالانو په وړتیا کې د پام وړ بهبود او نوښت راولي .
دیادولو وړ ده، چې د ننګرهار دکرنې ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه د کرنیزو عملي زدکړو لپاره ښه مرکز ګڼل کیږي، چې هر کال په بېلابېلو فصلونو کې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځۍ او د کرنې او وټرنرۍ انستیتوت زده کړیالانو ته د یاد فارم د متخصصینو لخوا په عملي ډول زدکړي ورکولکېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها